اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي چې محمد نواز شريف د مسلم ليګ (ن) بنيادي او مركزي ستن ده او د پا??ست??ن پرمختګ او د (ن) ليګ په كاميابۍ كښې د ده بنيادي كردار دے۔ د محمد نواز شريف نه غېر د مسلم ليګ (ن) تصور هم امكان نه لري او هم دا سوب دے چې نن مخالفين او د عمران په شان سازشي سياستمدار مسلم ليګ (ن) د سياست څخه لرې كولو له محمد نواز شريف او دد?? كورنۍ په نښه كوي۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل مخالفين دا باور لري كه نواز شريف د مشرتابه څخه اخوا كړې شو نو بيا به اقتدار ته دد??ئي رسېدل آسان شي۔ ده ووئيل نواز شريف خواري كولو سره خپل ګوند مضبوط او ګلګت بلتستان څخه تر آزاد كشمير او بلوچستان ئې يو مقبول جماعت جوړ كړے۔ ده ووئيل د پا??ست??ن د اتومي هېواد جوړېدو او د سي پ??ك په ډول د ګېم چېنجر منصوبو كرېډټ هم نواز شريف ته ځي۔ ده ووئيل د پا??ست??ن اولس به د مخالفينو لخوا د نواز شريف په نښه جوړولو سره د مسلم ليګ ن كمزورې سازش ناكامه كړي او وخت به داثابت كړي چې يوازې مسلم ليګ (ن) خپل لارښود نواز شريف سره كلك ولاړ وي بلكې د ټول پا??ست??ن وګړي به ورسره ولاړ وي۔
محمد نواز شريف د مسلم ليګ (ن) مركزي ستن ده۔ چوهدري محمد برجېس طاهر
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان