دوحه 22 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان کرپټ كسانو په دواړو لاسو لوټلې دې، بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان اصل هیروز او منی لانډرنګ كوونكې ولن دي، منی لانډرنګ کوونكو په ضد جنګ روان دې ، غیر ملکی سرمایه کار په پاکستان كښې د سرمایه کارۍ لپاره چمتو دي، کرپشن او د ټیکس کړكيچن نظام په وجه خنډان رامخې ته وؤ، د قطر کاروباری كسانو ته وئيلي شوې چې د 36 نه ټیکس 16 ته راوستلې شوې، زمونږ په هېواد كښې د څه څيز كمې نشته ، يواځې د حكمرانۍ طرز ښه كولو ته اړټيا ده، پاکستان به هغه هېواد جوړ شي چ??ته به چې چا ته د نوكرۍ لپاره بهر ته تللو ته حاجت نه وي، سیلګرۍ له وده وركو??و سره به آمدن دومره زيات شي چې مونږ له به قرض اخستو ته حاجت نه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده دوحه ك??ې پاکستانی ورورولۍ ته پھ خپل خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل د ټاكنو نه پس زما وړومبۍ جلسه قطر كښې مېشته پاکستانیانو ته ده، خارجه وزير شاه محمود قریشی وائي چې په اپوزیشن كښې زياته مزه وه چې مونږ به جلسې جلوسونه كول، كله نه چې حکومت راغلې په ي??ه کوټه ك??ې بند يو۔ ده ووئيل اقتدار كښې راتللو نه پس په وړومبي ځل هغه خلكو ته جلسه کوم چا سره چې ما مينه لرله او عزت به مو كوو ، ده ووئېل كله به چې ما كركټ كولو نو هغه وخت به هم ما بهر هېوادونو كښې پاکستانیانو سره ملاقاتونه كول، بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیانو سره زما تعلق پخوانې دې، بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان د روزګار لپاره ستونزو سره مخ كېږي ، ده ووئېل هغوي د خپلې كورنۍ پالنې لپاره هلې ځلې كوي، اټاليه ك??ې پاكستانو ځوانانو ما ته وئيلي چې 18، 18 ساعته كار كوو او پیسې بچت كولو لپاره پھ يوه ي??ه كوټه ك??ې 6، 6 كسان مېشته ي?? ،ده ووئېل لوے څښتن خواري كښ خوښوي ، برتانیه ك??ې پاکستانیان د تعصب ښكار وؤ خو د خپلو كورنيو لپاره به ئې صبر کولو ، ده ووئيل بيا مونږ وليدل چې هغه پاکستانیانو هلته خپل كاروبار پيل كړو او د هغوي د ژوند معیار ښه شو ، هغوي به خواري كو??و سره د پاکستان سوچ كولو خو د هغوي بچو به د پاکستان سخت حالاتو تر مخه هغوي ته هلته د پاتې كيدو وئېل ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل كله مو چې د پاکستانیانو څخه شوکت خانم ، نمل او تحریك انصاف لپاره فنډز غوښتې نو سمندر پورې غاړه پاکستانیانو تل د خپل هېواد لپاره د زړه نه عطیات وركړې، بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان چې كومې روپۍ پاکستان ته رالېږي هم هغې سره هېواد چلېږي ، ده ووئېل سمندر پژرې غاړه پاکستانیان د هېواد اصل هیروز دي خو د پاکستان ولن هغه كسان دي كومو چې د هېواد څخه پیسه پټه كو??و سره بهر ته لې??لي او د دغه منی لانډرنګ کوونكو پھ ضد زمونږ جنګ روان دې، ده ووئېل هغوي منی لانډرنګ کوي او بيا ډالر اخلي او بهر ته ئې لې??ي ٬ دغسې چې هېواد كښې ډالر کم شي ځكه چې كله ډالر کم شي نو د روپۍ قدر پريوځي، ده ووئېل زمونږ برآمدات کم دي او درآمدات زیات دي۔
بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان اصل هېروز او منی لانډرنګ كونكې ولن دي
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha