اسلام آباد 29دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې په هېواد كښې د ګاز لټولو لپاره د لائسنسونو جاري كولو عمل تند كړئ او د اېل اېن جي ټرمينلز لګولو او د ورچوئل پائپ لائن په پروژو كښې رامخې ته شوي خنډان لرې كړئ ٬نارته ساؤته ګاز پائپ لائن پروژه د لا ځنډ نه غېر په ټاكلي موده كښې بشپړه كړې شي۔ده دا سپارښتنه د شورو په ورځ په پاكستان كښې د ګاز صورتحال جاج اخستو لپاره د اعلٰی كچ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير شوكت فياض ترين٬د توان وفاقي وزير حماد اظهر٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر٬د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زيدي٬د وزيراعظم خاص مرستيال محمود مولوي او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔غونډه په هېواد كښې د ګاز طلب٬د هېواد ذخيرو څخه د وركړې او د اېل اېن جي كمي او درآمد په اړه خبر كړې شوه۔غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د ګاز موجوده طلب 4700 اېم اېم سي اېف ډي دے كوم چې د يخښنۍ په موسم كښې 6000 نه تر 6500 اېم اېم سي اېف ډي ته رسيږي ۔په هېواد كښې د پیدا كېدونكي ګاز موجوده سپلائي 3300 اېم اېم سي اېف ډي ده كومه چې هر كال كمېږي٬د دې په سوب د ګاز قلت پوره كېدو لپاره اېل اېن جي درآمد كول دي ۔د موجوده انفراسټركچر سره په يخښنۍ كښې نزدې 1000 اېم اېم سي اېف ډي كمےراپېدا كېږي چې مخ نيوي لپاره بېلا بېل آپشنز اختيارول پېل شوي٬د لږې مودې لپاره د كورونو ټرمينلز موجوده صلاحيت ښه كولې شي او د ورچوئل پائپ لائن لائسنس جاري كولو عمل به لا تندولې شي۔وزيراعظم عمران خان په دې مهال سپارښتنه وكړه چې په هېواد كښې د ګاز لټون لپاره دې د لائسنسونو جاري كولو عمل تند كړے شي ځكه چې دا د قدرتي ګاز تر ټولو ارزانه ذريعه ده۔ده اړوندو محكمو ته د نوې اېل اېن جي ټرمينلز لګولو او سرمايه كارو لخوا د ورچوئل پائپ لائن په پروژو كښې د خنډانو لرې كولو هم امر كړے ۔په دې لړ كښې د سمندري چارو وزارت او پیټروليم وزارت او نورو ته سپارښتنه وكړې شوه چې هغوي د يو بل سره رابطه وساتي او د سرمايه كارو پشمول ټولې اړوندې ډلې په اعتماد كښې واخلي۔وزيراعظم د نارته ساؤته ګاز پائپ لائن په اهميت زور راوړولو سره سپارښتنهوكړه چې په ټاكلې موده كښې د لا ځنډ نه غېر په دې عملدرآمد باوري كړئ۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان كښې د ګاز صورتحال جاج اخستلو لپاره غونډه
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد