اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د پاك افغان چيمبر آف كامرس ډائرېكتر اجمل صافي وئېلي دي افغانستان د قدرتي وسائلو څخه ډك دے٬په افغانستان كښې د كان كني پشمول په نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي٬افغانستان د معاشي بحران څخه ويستلو لپاره ګاونډيانو هېوادونو له سرمايه كارۍ له خوښي لرل پكار ده ٬د پاكستان او افغانستان ترمينځه د بارډر ټرېډ ايګرېمنټ څخه لوكل كرنسۍ كښې تجارت ممكن كېدے شي۔د شورو په ورځ د پي ټي وي پروګرام كابل آور كښې د خبرو اترو په مهال ده ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمينځه د ټركونو تګ راتګ اجازه د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت لپاره لوي پېشرفت دے٬دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي هلو ځلو ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د نړۍ تر ټولو ښه د سكرو ذخيره شته ٬په پاكستان كښې د توان بحران دے٬د پاكستان انډونېزيا٬سوئېلي افريقې او آسټرېليا سره د سكرو كلن درآمدات يو بلين ډالر دي ٬ ده ووئېل كه چرې پاكستان د افغانستان څخه د سكرو درآمد وكړي نو دې سره به نه يوازې د پاكستان توانائي ضروريات تر سره شي بلكې د افغانستان معيشت ته به ګټه ورسي۔اجمل صافي ووئېل د دې نه علاوه پاكستان لپاره سينټرل اېشيا لويه منډۍ ده هلته د رامټيرل لويې ذخيرې دي٬رامټيريل ذخيره د پاكستان د توان بحران لرې كولو كښې مهمه ثابتېدې شي۔ده ووئيل د پاكستان مصنوعات لپاره افغانستان او سينټرل اېشيا لويه منډۍ ده٬يوازې افغانستان د 15 بلين امريكائي ډالرو ماركيټ دے٬پاكستان له به تجارتي پرمختګ لپاره لا اقدامات كول وي
افغانستان د قدرتي وسائلو څخه ډك دے٬ګاونډيانو هېوادونو له افغانستان كښې سرمايه كارۍ له خوښي لرل پكار ده ۔د پاك افغان چيمبر آف كامرس ډائرېكتر اجمل صافي
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک