اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د سينيګال ايئرفورس چيف آف سټاف برېګېډيئر جنرل ډياپ بيرامي ليدلي دي ۔وفاقي وزير رانا تنوير حسېن دفاعي وزارت دفاعي پیداوار وزارت ته په رسېدو د خاص مېلمه هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمينځه په اوسنو سفارتي اړيكو اطمېنان ښكاره كړو۔ده تېر كال ستمبر كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف او د سينيګال اولس مشر٬خارجه وزير٬د پوځ سرلښكر او دفاعي چارواكو سره ملاقات??نه او مارچ 2016 كښې د پوځي چارواكو سره د ملاقاتونو ذكر كولو سره ووئيل دغې سره د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرسته لا مستحكمه شوې۔وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د سينيګال وسله وال پوځ په جديد ډول خطوط تربيه كولو لپاره د پاكستان د ملاتړ باور وركړو۔ده ووئيل پاكستان په هره څانګه په خاص توګه دفاعي ټېكنال??جۍ كښې تربيې او د كار استعداد زياتولو لپاره هر ډول مرستې له چمتو دے۔د دفاعي پیداوار وزارت سېكتر لېفټيننټ جنرل(ر)سيد محمد اويس هم په دې موقع ??وجود ؤه۔ده ووئيل د پاكستان په دفاعي ماركيټ كښې د سينيګال د خوښې هركلے كوو۔ده ووئيل د پاكست??ن او سينيګال ترمينځه خبرو اترو د دواړو هېوادونو لپاره د لوظ نامو لاره هواره كړې۔ سينيګال ايئرفورس چيف آف سټاف برېګېډيئر جنرل ډياپ بيرامي د پاكستان راتږ پھ مهال په ښھ مېلمستيا كولو د دفاعي پیداوار وزير رانا تنوير حسېن مننه وكړه۔ده ووئيل سينيګال د پاكستن اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده اوسنۍ اړيكې مضبوطولو لپاره د مرستې څانګو په ګوته كولو په حاجت زور راوړو۔وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د سينيګال د دفاع وزير ته د پاكستان راتږ بلنه هم وركړه۔
د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د سينيګال ايئرفورس چيف آف سټاف برېګېډيئر جنرل ډياپ بيرامي وليدل
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز