اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي)هندي لارښودو د كشمير پحقله په هندي واكمنو تنقيد كولو سره وئيلي دي چې د بي جے پي حكومت د حقونو محافظان٬ كاركنان٬ خبريالان٬ زده كوٶنكي او د تعليم پوهان په حكومت يا حكومتي پالېسيو د تنقيد كولو په جرم زور زياتي سره د مخ كولو او نيولو سره د دوئي په ضد د مقدمو چلولو لړۍ پېل كړې ده۔ د لوک سبھا د کانګريس غړي ششي تھرورکے له مخې د هند تور قانون د هند جمهوريت بې نقابه كړې دې كوم چې په نړيواله كچه مونږ لپاره د شرمندګۍ سبب دے، د هندي لوك سبها يو بل غړي له مخې د کشمير سياسي مشران نيول د هندي واكمنو ډېر ناسم اقدام دے۔ د نېشنل کانګرېس مشر مصطفيٰ کمال د هند دا اقدام د آئين منافي ګرځولې دې٫ کانګريس لارښود راجيو ګاندھي د مُودي سرکار اقدامات او د کشمير په حقيقي صورتحال سوال پورته كړې دې۔ سکالر ننوت چډھا بهيرا وائي چې په هند كښې جمهوري اُصول ختمولې كېږي او دا ډېره د پرېشانۍ خبره ده چې كوم بل رياست سره هم داسې كېدې شي۔ د برتانيې د خپرونې ادارې په يو راپور كښې د هندي سپريم کورټ د پرېكړې له مخې مركز د رياستونو په مقتدر اختياراتو كښې چهيړ چهاړ نشي كولې٬ د کشمير غوندې اقدام د هند په وفاقي نظام بدنما داغ دے۔ هندي سکالر ډاکټر بهيرا ووئيل دا مهمه ده چې هندي سپريم کورټ د کشمير پرېكړې په ضد د قانوني چېلنج څنګه لاره نيسي٬ دا به د اعليٰ عدالت آزادۍ لپاره امتخان وي۔
هندي حكومت د كشمير حوالې سره تنقيد كوؤنكي زور زياتي سره مخ كولو او نيولو سره د دوئي په ضد د مقدمې چلولو لړۍ پېل كړې ده۔ د هندي لارښودو په هندي حكومت تنقيد
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس