مکه مکرمه 08 جولائي (اے پي پي) د ټولي نړۍ څخه راغليو ګڼو مسلمانانو د جمعې په ورځ د حج سعادت ترلاسه كړو ، ميدانِ عرفات كښې مسجدِ نمره كښې رابطه عالم اسلامي سيکرټري جنرل ډاکټر شيخ محمد بن عبدالکر ېم العيسي د حج خطبه وركړه۔ ده د حج خطبه كښې ووئيل لوے څښتن نه علاوه بل كوم معبود نشته ، محمد(ص) د لوے څښتن آخر ي رسول او بنده دې ، آپۖ نه پس د نبوت سلسله بند شوې ده۔ده د حج خطبه كښې ووئيل اسلامي اقدار تقاضا ده چې كوم څيز د كركي له امله جوړ شوې هغې څخه ځان لري وساتئ ،د لوے څښتن څخه په ويره كښې كاميابي ده ، تقوي اختيارونكې د لوے څښتن نزدې والې ترلاسه كوي ، ستاسو تكليفونه د لوے څښتن نه علاوه بل څوك نه شي لري كولې، نيکي کولو كښې عمر له تندي كوئ ، نبي کرېم(ص) فرمائيلي دي د قيامت په ورځ به زما سره نزدې هغه څوك وي د چا چې اخلاق ښه وي ، مسلمانانو روژې ونيسئ ٬ زکوٰة وركړئ او لمونځ ادا كړئ، لوئ څښتن وحده لاشريك دې د هغه نه علاوه بل كوم معبود نشته،د هغه عبادت پكار دې، لوے څښتن څخه ويريږئ او د خپلو مونځونو حفاظت وكړئ ۔ شيخ محمد بن عبدالکرېم د حج خطبه كښې ووئيل ټول مسلمانان خپلو كښې وروڼه دي ،بايد خپلو كښې اخوت سره پاتې شي ، مسلمانانو له دا مهال اتفاق او اتحاد ته اړتيا ده ، د نيكۍ په كارونو كښې وړاندې والې وكړئ او د خرابۍ څخه ځان وساتئ، هر يو تن دې دا اوپيژني چې لوے څښتن وحده لا شريك دې ، د هغه نه علاوه بل څوك د عبادت نشته او هغه په هر څيز قادر دې ، بايد د هغه عبادت وكړې شي ۔ ډاکټر محمد بن عبدالکرېم العيسي د حج خطبه كښې ووئيل څوك چې استطاعت لري هغه دې حج وكړي،د ټولنې د کمزورو طبقو دې کفالت وكړي ، د خپلو كورنيو او خپلوانو سره دې ښه سلوك وكړئ۔ده ووئيل لوے څښتن رحمت احسان کونكو سره دې ، نبي کریم(ص) عمر له د عاجزۍ او انکسارۍ امر كړې دې۔ده ووئيل عاجزي اوانکساري د لوے څښتن خوښه ده ، هر يو تن دې دا اوپيژني چې لږ وخت پس مونږ لوے څښتن ته حاضرېږو او هر يو تن له به د خپل اعمال له مخې ځواب وركول وي۔ده ووئيل بايد مونږ تقوي اختيارکړو ، متقيان د لوے څښتنن نزدې وي۔ده د حج خطبه كښې ووئيل لوے څښتن څخه ويره كښې كاميابي ده ،لوے څښتن فرمائيلي دي د متقيانو لپاره د جنت زيرې دې ۔ده ووئيل د اسلامي اقدار تقاضه دې چې كوم څيز د كركې وړ دې هغې څخه ځان لري وساتئ ، نبي کریم (ص) فرمائيلي دي چې د قيامت په ورځ به هغه ت ن زما سره نزدې وي د چا چې اخلاق ښه وي،ستاسو مصيبتونه د لوﺀ څښتن نه علاوه بل څوك نه شي لري كولې۔ د حج رکن اعظم وقوف عرفات په مهال حاجيانو مسجدِ نمره او ميدان عرفات په نورو برخو كښې د ماسپخښين او مازيګر لومونځونه په يو ځائې ادا كړل۔په دې موقع يو رقت آميز مناظر ؤ ، د نړغ د بيلو برخو څخه ګڼ شمير حاجيانو په ژړا ژړا د لوے څښتن څخه بخښنه او د هغه د فضل او کرم دعا وكړه۔ د ماښتام په وخت به حاجيان مزدلفه ته ځي چرته به چې د ماښام او ماسخښتن لونځونو په ځائې ادا كوي او ډ آسمان لاندې به شپه تيروي او رمي کولو لپاره به كاڼي راجع كوي۔ حاجيان به (نن) په 10مه ذي الحجه منيٰ ته رسي او شيطان به ولي ، قرباني او حلق نه پس به احرام پرانيزي او طواف زيارت لپاره به حرم شريف ته ځي۔
د ټولې نړۍ څخه راغلې ګڼو مسلمانانو فر يضه حج سعادت ترلاساه كړو ، شيخ محمد بن عبدالکرېم العيسي د حج خطبه وركړه
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس