اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان څو څو وارې د عدالت نه بهر خپله مقدمه مخ په وړاندې بوځي٬ د عدالت نه بهر مقدمه كوونكو ته به د مايوسې نه سوا څه په لاس ورنه شي٬ عمران خان د عدالت نه بهر راتللو سره وئيلي چې مونږ وېډيو ګېمز كولو٬ عمران خان د تېرو دريو كلونو نه وېډيو ګېمز كوي او بيا به هم وېډيو ګېمز كوي٬ وزيراعظم كله هم دروغ نه دي وئيلي ځكه چې هغه د دروغو عادت نه لري ٬ دا د بل چا عادت دے٬ كه عمران خان غواړي چې هغه به د ثبوتونو نه بغېر وزيراعظم محمد نواز شريف د هغه د چوكۍ نه لرې كړي نو داسې نه شي كېدې٬ عمران خان د كال 2018م څخه نه بلكې د اوسه د مريم نواز نه يرېږي٬ عمران خان دې د ادارو د عزت او احترام خيال وساتي٬ د هغه نننۍ بيان چې نيمه ستره محكمه اوده وه ٬ په توهين عدالت كښې راځي٬ حقيقت دا دے چې عمران خان په خپله د غفلت په خوب اوده دے او قوم بې لارې كوي۔ د ګل په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف پارلمان يا اولس ته په خپله وېنا كښې كله هم متضاد خبره نه ده كړې او نه ئې كله دروغ وئيلي دي٬ هغه د دروغو وئيلو عادت نه لري٬ دا د بل چا عادت دے او دا ريښتيا څو وارې راغلي چې دا قابليت په چا كښې دے۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې كه عمران خان غواړي چې هغه به د ثبوتونو نه بغېر وزيراعظم محمد نواز شريف د هغه د چوكۍ نه لرې كړي نو داسې نه شي كېدې٬ عمران خان د كال 2018م څخه نه بلكې د اوسه د مريم نواز نه يرېږي۔ هغې ووئيل چې د عمران خان وكيل په خپله د دلائلو نه ستنېږي٬ په عدالت كښې د ده وكيل په خپله دا خبره منلې چې مريم نواز د وزيراعظم بېنفشري نه ده۔ په خپل يو بيان كښې دوهمې وزيرې ووئيل چې عمران خان دې د ادارو د عزت او احترام خيال وساتي٬ د هغه نننۍ بيان چې نيمه ستره محكمه اوده وه ٬ په توهين عدالت كښې راځي٬ حقيقت دا دے چې عمران خان په خپله د غفلت په خوب اوده دے او قوم بې لارې كوي۔
كه عمران خان غواړي چې هغه به د ثبوتونو نه بغېر وزيراعظم محمد نواز شريف د هغه د چوكۍ نه لرې كړي نو داسې نه شي كېدې
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش