اسلام آباد ۔ 27 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور د اسحاق ډار په مشرۍ كښې د سړي سراو كورونو شمېرو تېارو له د جاج غونډه وشوه۔ د پاكستان شماريات بېورو مشر وفاقي وزير ته د شمېرو د تېارۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د خزانې وزير ووئيل د سړي سر او كورنو شمېرو په اړه هڅې دې د اړوند ادارو ترمېنځه بشپړه همغږۍ سره په پېشه وارانه طريقه ترسره كړې شي۔ ده په دې خبره زور رواړو چې ټول كارونه دې په ټاكلي شوي وخت كښې ترسره كړې شي۔ ده ووئيل دا ډېر سنجيده كار دے حكومتي ادارو بايد د زړه د احلاصه كار كښې برخه واخلي ٬ د عام وګړو د سړي سر او كورنو شمېرو عمل كښې شريكولو د دې عمل كاميابۍ له ضروري دے۔ په غونډه كښې د خزانې او شماريات ډويژن سينئر چارواكو ګډون وكړو۔
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا