اسلام آبا?? 21 ??ولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف قامي هوائي مېدانونه كاروٶنكو مسافرو لپاره د خدماتو وركولو د كار نور ګړندي كولو امر كړې۔ د جمعې په ورځ د سول اېوي اېشن چارو پحقله د غونډې مشري كولو سره وزیر اعظم محمد نواز شریف ووئيل د پاكستان په قامي اېئرپورټس مسافرو ته دې د نړۍ د مهمو هوائي مېدانونو پشان آسانۍ وركړې شي۔ د وزیراعظم سول اېوي اېشن لپاره سلاكار سردار مهتاب احمد خان او د سول اېوي اېشن اتهارټۍ ډائرېكټر جنرل وزیراعظم د اسلام آباد د نوې هوائي مېدان پشمول د بېلا بېلو روانو منصوبو نه خبر كړو۔ وزیراعظم امر وكړو چې د دې منصوبو په ټاكلې موده كښې دننه بشپړول دې باوري كړې شي او د كار د معيار دې كومه سودا ونه كړې شي۔ وزیراعظم په ټولو منصوبو كښې د هر ډول ممكنه سپيځلتيا باوري كولو هم امر وكړو
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج