اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي وئي??ي دي چې د څلورو كلونو په مهال پرمختيائي پرو??و كښې د بدعنوانۍ يو كېس هم نه دې رامخې ته شوې?? مسلم ليګ (ن) د كرپشن څخه د پاك حكومت تصور وركړې٬ حكومت د قانون په حكمرانۍ ٬ جمهوري تصوراتو په سرلوړۍ او د ادارو په استحكام باور لري٬ د پارلماني غړو په وړاندې حقيقي چېلنج د تېرو څلورو كالو په مهال ترلاسه شويو ګټو ته وده وركول دي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د مسلم لیګ (ن) سره تعلق لرونكو سناتورانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه كومو چې ده سره د وزیراعظم هاؤس كښې وليدل۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت د تيرو څلورو كلونو په مهال هېواد د پېښېو چيلنجونو څخه وېستلو كښې مهم كردار ترسره كړې، د محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د مسلم لیګ (ن) حکومت د هېواد معیشت ښه كړې او د امن وضعه هم ښه شوې دغسې هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان شوے۔ وزیراعظم د امنيت ، معیشت او پرمختګ په اړه په بيلو پالیسو خپلو خبرو كښې ووئيل د اوس??ي حکومت کارکردګی د تيرو حكومتونو څخه ښه ده۔ حکومت پرمختيائي پروژو ته پام لرنه كوي چې ورسره د اولس حاجتونه پوره شي۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې حکومتی ??الیسو سره په نړيواله كچه زمونږ مثبت تشخص هم رامخې ته شي او د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د غیر ملکی سرمایه كارو باور به بحال شي، نامتو نړيوالو ادارو هم دې اعتراف كړے۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د کرپشن څخه د پاك حکومت تصور وركړې او دا حقیقت زموږ لپاره د وياړ وړ خبره ده چې د تيرو څلورو كلونو په مهال پرمختيائي پرو??و كښې د كرپشن يو کیس هم نه دې رامخې ته شوي۔ وزیراعظم په خاص توګه د معیشت ، برېښنا او نورو پرمختيائي پروژو په وخت بشپړولو او داخلی سلامتیا باوري كولو له ترلاسه شوې کامیابۍ رامخې ته كړې۔ وزیراعظم سره ملاقات کونكو كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه محمد ظفر الحق، د موسمیاتی بدلون وزير مشاهد اللہ خان، د نشه اي توكو مخنيوي وزیر لیفټېننټ جنرال (ر) صلاح الدین ترمذی، د شماریاتو وزير کامران مائیکل، د وزیراعظم خاص مرستيال آصف سعید کرمانی، چوهدری تنویر، غوث محمد خان نیازی، مسټر حمزہ ، لیفټېننټ جنرال (ر) عبدالقیوم، نثار محمد، پروېز رشید، سلیم ضیاء ، سردار محمد یعقوب خان ناصر ، سعود مجید ، آغاز شاہ زیب درانی، محمد جاوید عباسی، عائشه رضا فاروق ، کلثوم پروین ، نجمه حمید، نزهت صادق او راحیله مګسی شامل ؤ۔
د څلورو كلونو په مهال پرمختيائي پروژو كښې د بدعنوانۍ يو كېس هم نه دې رامخې ته شوې
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II