اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ ??ښې د ګل په ورځ د فلاحي ادارو ٬ ډونر اېجنسو مشرانو او د شتمندو شخصياتو غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې د سويټ هومز د پېټرن ان چيف زمرد خان پشمول د 50 نه زياتو د فلاحي ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع اسد قېصر ووئيل د انسانيت په خدمت د الله پاك رضا ترلاسه كېږي د انسانیت او محرومو طبقو خېرښګړې لپاره كار كوٶنكي د ستائنې جوګه دي۔ ده و??ئيل يتيمانانو ٬ كنډو او بې سهارا خلقو ته د ژوند كولو موقع وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده ٬ خاصو كسانو او ماشومانو ته مهم مقام وركولو لپاره به ټول وسائل كاروٶ۔ ده و??ئيل زه خواهش لرم چې په ټولو صوبو كښې ماډل وېفليئر وېلج جوړ كړئ شي۔ سپیکراسد قېصر ووئيل د خېر كارونو لپاره مونږ ټولو له په ګډه هلو ځلو ته اړتيا ده۔ ده و??ئيل په ماډل وېلج كښې به بې سهارا خلقو ته د تعليم او د درملنې پشمول ټولې بنيادي آسانۍ وركولې شي۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو د سپيكر د جذباتو ستائنه و??ړه او په دې لړ كښې ئي خپل تجويزونه وړاندې كړل
د انسانیت او محرومو طبقو خېرښګړې لپاره كار كوٶنكي د ستائنې جوګه دي۔ اسد قېصر
مضمون کا ماخذ : números dupla sena