اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان د انټرنېشنل اېكرېډېټېشن فورم د غړي په حېث تحقيق او ټېكنالوجي ښه كولو سره د نړيوال معيار او رېګولېټري تقاضو له مخې د خپلو څېزونو معيار ښه كولو سره برآمدات ته وده وركولو لپاره چمتو دے. ده دا خبرې د اېكرېډېټېشن نړيوالې ورځې په موقع ﴿ د جون 9مې نېټې په موقع﴾ په خپل پېغام كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل دا خبره د خوشحالې ده چې پاكستان د انټرنېشنل اېكرېډېټېشن فورم د غړي په حېث تحقيق او ټېكنالوجي ښه كولو سره د نړيوال معيار او رېګولېټري تقاضو له مخې د خپلو مصنوعاتو معيار ښه كولو سره برآمدات ته وده وركولو لپاره په پوره ډول چمتو دے. ده ووئيل زه پاكستان نېشنل اېكرېډيټېشن كونسل او انټرنېشنل اېكرېډيټېشن فورم ته په ګډه د اقتصادي پرمختګ او په ماحوليات كښې د پائيدارې په موضوع د اېكرېډېټېشن نړيوالې ورځې په لمانځلو مباركي وركوم. صدر مملكت ووئيل ټولو اړوندو ډلو ته مشوره وركوم چې دوي په نړيواله كچه تسليم شوي ماحول دوست اصول او تل پاتې پېداواري طريقو خپلولو سره په تندې سره د ختمېدونكو قدرتي وسيلو محتاط استعمال وكړي. ده ووئيل ټولو اړوندو پاكستانة ادارو ته وايم چې هغه پاكستان نېشنل اېكرېډيټېشن كونسل سره خپل رجسټرېشن باوري كړي او خپل مصنوعات د پوره اعتماد سره ماركيټ ته اوباسي
پاكستان د خپلو څېزونو معيار ښه كولو سره برآمدات ته وده وركولو لپاره چمتو دے. د صدر ډاكټر عارف علوي د اېكرېډېټېشن نړيوالې ورځې په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت