ټانک 04 اګست (اے پي پي) وزيرا??ظم شهباز شريف زور وئېلې دي د سېلاب ځپلو سيمو بحالۍ لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬ د خېبر پښتونخوا حكومت دې ځپليو ته وركونكې معاوضه زياته كړي?? خېبر پښتونخوا كښې د بل ګوند حكومت دے خو د صوبائي حكومتونو سره په ګډه د ځپليو خدمت كوٶ٬ په دې خبره زمونږ ترمېنځه هېڅ اختلاف نشته٬ دا د ټول پاكستان مسئله ده٬ په دې به سياست نه كېږي۔ د زيارت په ورځ وزيرا??ظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا په ټانك او ډېره اسماعيل ضلعو كښې د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔ په دې موقع وزيرا??ظم د سېلاب له امله د ش??و زيانونو او د بحالۍ او ريليف اقداماتو نه خبر كړے شو۔ د ټانك ډپټي کمشنر حميد الله خان وزيرا??ظم ته ووئيل په فلډ ريليف کېمپ كښې د خوراك څښاك نه علاوه عارضي ??هت??نه هم باوري كړے شوي۔ وزيرا??ظم ته ووئيل شول د مرستې په كارونو كښې اېف سي٬ پوځ٬ رېسكيو 1122 او پوليس برخه اخلي٬ په ټانك او ډي آئي خان كښې د بارانونو او سېلاب څخه كورونه او فصلونه تباه شوي٬ لائيو سټاك ته هم زيان رسېدلے ٬ ځپليو لپاره درې ميډيكل كمېپونه جوړ كړے شوي٬ په اماخېل كښې ځپليو لپاره عارضي كمېپ جوړ كړے شوے٬دغسې سېلاب ځپليو ته خوراك وركړے كېږي۔ په دې ډويژن كښې د بارانونو له امله 293 كورونه او 1720 اېكړه زرعي زمكه هم ځپلې شوې ٬ 143 كورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي۔ وزيرا??ظم ته ووئيل شول په ټانك كښې 11 زره كورونو ته زيان رسېدلے ٬ دوه كسان مړه او 7 ژوبل شوي۔ په دې موقع د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان د وزيرا??ظم مننه كولو سره ووئيل مونږ وزيرا??ظم ته خواست كړے چې د دې لرې پرتې ځپلې سيمې دوره وكړي٬ په نننۍ دوره مونږ د دوي مننه كوٶ۔ په دې موقع وزيرا??ظم سېلاب ځپليو لپاره د جوړو كړو ختمه بستو هم دوره وكړه۔ ده ځپليو كورنيو سره خبرې وكړې او د ماشومانو په سرونو ئې د شفقت لاس كېښودو۔ ده ځپليو ته باور وركړو چې وفاقي او صوبائي دواړه حكومتوبه به بحالۍ لپاره اجتماعي هلې ځلې كوي۔ په دې موقع د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود او د وزيرا??ظم سلاحكار انجينئر امير نه علاوه نور لوړ پوري هم موجود وو
د سېلاب ځپلو سيمو بحالۍ لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬ د خېبر پښتونخوا حكومت دې ځپليو ته وركونكې معاوضه زياته كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ