هانګ كانګ 17 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې پاكستان ټولې نړۍ سره د كاروباري او تجارتي اړيكو د ودې خواهش لري٬ زمونږ سټاك ماركيټ د نړۍ په تندې سره پرمختګ كوونكې ماركيټ جوړ شوے٬ د رېټنګ نړيوالو اېجنسو د پاكستان د اقتصادي پرمختګ توثيق كړے٬ د سي پېك له مخې په 9 خاص اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارې پراخا موقعې موجود دي٬ انفار??ېش?? ټېكنالوجې او د سېلګرې څانګو ته د صنعت درجه وركړې شوې٬ د هېواد د معيشت اصلاحاتو لپاره جامع اقدامات شوي دي٬ د پائېدار اقتصادي پرمختګ په نتيجه كښې به پاكستان د نړخ په 25 لويو معيشتونو كښې وش??ېرل شي٬ د وژن 2025 له مخې د پائېدار اقتصادي پرمختګ اهدافو لپاره جامع حكمت عملي تياره كړې شوې۔ وزيراعظم دا خبرې په هانګ كانګ كښې د پاكستان سرمايه كارې كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې هانګ كانګ د نړۍ په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔ پاكستان د هانګ كانګ د پرمختګ نه ډېر متاثر دےِ۔ ده ووئيل چې پاكستان په تندې سره پرمختګ كوونكې معاشي قو?? جوړ شوے او سرمايه كارې لپاره نوې موقعې پېدا كېږي۔ ده ووئيل چې د كال 2013م نه وړاندې د پاكستان مجموعي قومي پېداوار ﴿جي ډي پي﴾ كلنه شر?? نمو 3 فيصده وه كومه چې زياتېدو سره 5 فيصده شوې او په راتكونكو دوه كلونو كښې به 7 فيصدو ته ورسي۔ ده ووئيل چې حكومت د سماجي تحفظ په اړه جامع اقدامات كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان سټاك اېكسچېنج د 4 كلونو نه په كمه موده كښېځ ځانګړې پرمختګ كړے كوم چې په هېواد كښې د مالي او اقتصادي استحكام علامت دے۔ ده ووئيل چې نړيوال بانك د روان مالي كال په مهال د جي ډي پي د 5.2 فيصده شر?? نمو وئيلي دي او سټېنډرډ اېنډ پورز په يو راپور كښې وئيلي شوي دي چې په كال 2018م پورې به په هېواد كښې د غربت شرح په ځانګړې توګه كمه شي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان پېئ پېدا كوونكې د نړۍ څلورم لوي هېواد دے او د لائيو سټاك د څانګې په اړه پاكستان د نړۍ دريم لوي هېواد دے۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان ټولې نړۍ سره د كاروباري او تجارتي اړيكو د ودې خواهش لري٬ زمونږ سټاك ماركيټ د نړۍ په تندې سره پرمختګ كوونكې ماركيټ جوړ شوے٬ د رېټنګ نړيوالو اېجنسو د پاكستان د اقتصادي پرمختګ توثيق كړے٬ د سي پېك له مخې په 9 خاص اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارې پراخا موقعې موجود دي٬ انفار??ېش?? ټېكنالوجې او د سېلګرې څانګو ته د صنعت درجه وركړې شوې٬ د هېواد د معيشت اصلاحاتو لپاره جامع اقدامات شوي دي
پاكستان ټولې نړۍ سره د كاروباري او تجارتي اړيكو د ودې خواهش لري
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ