اسلام آباد 24 جون(اے پی پی)خار??ه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغانستان كښې زياته شوې شدت خوښي د اندېښنې سبب ده ٬د تشدد په پېښو كښې زياتوالے د امن مخالف قواؤ ته د ودې وركولو سبب جوړېدے شي۔دا خبره ده د افغانستان لپاره د ايران خار??ه وزير خاص استازي محمد ابراهيم طاهريان فرد سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ د پلاوي سره په خار??ه وزارت كښې هغه سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬د افغان امن عمل٬په منطقه كښې د امن صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې شوي۔خار??ه وزير په ايران كښې صدارتي ټاكنې په كاميابۍ سره كولو د ايران مشرتابه او د ايران اولس ته مباركي وركړه او د پاكستان مشرتابه لخوا د ايران نوې ټاكلي صدر سيد ابراهيم رئيسي لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔خار??ه وزير ووئيل په تېرو څو كلونو كښې د پاكستان او ايران د ورورولۍ اړيكې لا مستحكمې شوي ۔دوه اړخيزه اړيكو استحكام كښې د ايران خار??ه وزير جواد ظريف كردار د ستائنې وړ دے۔پاكستان په منطقه كښې د امن راوستلو ل??اره په افغانستان كښې امن ضروري ګڼي۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د پېل نه د دې دريځ مرستياله پاتې شوے جې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نه شته ٬ضرورت د دې خبرې ??ے چې د افغانستان په خپل مشرتابه كښې افغانان د جامع مذاكرات د لارې ?? افغان مسئلې مستقل حل راوباسي ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د بدامنۍ له امله پاكستان او ايران دواړه ځپلې شوي ۔خار??ه وزير په افغانستان كښې د امن راوستلو ل??اره د ايران هڅ?? هم وستائېلې۔خار??ه وزير ووئيل د نړيوالې ورورولۍ ملاتړ غنيمت ګڼلو تر مخه به افغان ډلو ل?? په ګډه د مذاكرات د لارې ??فغان امن عمل د نتيجې وړ جوړولو ل??اره په سمدستي توګه ګامونه پورته كول وي۔د افغانستان امن سره به په منطقه كښې روابط ته وده٬تجارتي هلو ځلو كښې زياتوالے٬د افغان كډوالو بېرته ستنېدو او سيمه ايز استحكام له مرسته ترلاسه شي۔د افغانستان لپاره د ايران خار??ه وزير خاص استازي ابراهيم طاهر يان فرد د خار??ه وزير مننه كولو سره په افغانستان كښې امن راوستلو ل??اره د شريكو هڅو كولو وړاندېز وركړو
په افغانستان كښې زياته شوې شدت خوښي د اندېښنې سبب ده ٬د تشدد په پېښو كښې زياتوالے د امن مخالفو قواؤ ته د ودې وركولو سبب جوړېدے شي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena