ګوجرانواله 17ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې پاكستان آرمي په مرسته 500 كے وي ګرډ اسټيشن دادو بچ كړې شوي،د لوے څښتن مننه كوو چې هنګامي حالات كښې په وخت بند تړلو سره ئې ګرډ اسټيشن بچ كړې، دادو كښې سيلاب ځپليو لپاره خيمې جوړي كړي،هلته وګړو له داروګان او نوري آسانۍ وركړې كېږي ٬ ضلعي انتظاميې سره د ميټنګ نه پس د داروګانو د كمي مسئله هم حل كړې شوي۔ده ووئيل نن څخه لس ورځي وړاندي مونږ متبادل ذريعو څخه د هېواد سيلاب ځپليو سيمو كښې د برېښنا نظام بحال كړې ؤ،اوس پريوتي ټرانسميشن، ټاورز او لائنونو تعمير بشپړولو سره دادو، خضدار او سبّي كښې هم ريګولر ذريعو څخه برېښنا بحالي شوې اوس هم د سندھ ځيني تحصيلونو كښې اوبه ولاړي دي،د برېښنا كمپنيو فيلډ كښې كار كونكو ټولو افسرانو او ملازمانو هڅي د ستائني وړ دې۔ سكھر اليكټرك پاور ځيني سيمو كښې سټاف كار كولو سره د برېښنا لائن بحال كړې دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ګيپكو هيډ كوارټر كښې دستوري پرېس كنفرنس په مهال ميډيا نمائندګان ته وينا كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل نيټ ميټرنګ په اړه خپاره شوې خبرونه صداقت نه لري،نيپرا د اړخه پريس ريليز هم جاري شوې دې چې نيټ ميټرنګ او د دې په كاسټ كښې كوم بدلون نه دې شوې، لس زره ميګا واټ سولر كوم اقدامات چې كوو هغه نيټ ميټرنك سره كوم تعلق نه لري۔
د عمران خان اسلام آباد ته راتلل فضول دي،هغه كه د پاكستان اولس خير خواه دې نو بايد د سيلاب ځپليو مرسته وكړي۔ د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری