اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د بي آئي اېس پي انډومنټ فنډ لپاره د يو ارب روپو اعل??ن كولو سره وئيلي دي د بے نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ مونږ 50 فيصده زيات كړې٬ راتلونكې بجټ كښې به دا لا زياتوٶ٬ دا بې وزله اولس لپاره د سماجي تحفظ يو مهم پروګرام دے ٬ هيله لرو چې نوې حكومت به هم دا پروګرام روان وساتي ۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د بي آئي اېس پي په مركزي دفتر كښې د د بے نظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) ګرېجوېشن ??روګرام او بي آئي اېس پي انډومنټ فنډ اجراء په موقع وكړې۔ د دې نه وړاندې د پروګرامونو د تختۍ مخ كتنه وشوه۔ په دې موقع د بې نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ماروي مېمن ٬ پاكست??ن كښې د اروپائي ائتلاف سفير٬ د اېن آر اېس پي مشر شع??ب سلطان خان او د بي آئي اېس پي سېكتر عمر حميد خان هم وېنا وكړه۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ به د بي آئي اېس پي د پروګرام دائره پراخه كوٶ كومه چې د مستحقو كسانو مرستې لپاره هر وخت چمتو دے۔ وزیراعظم ووئيل د وفاقي حكومت چې څومره خرڅونه دې د ھغې درېمه برخه بې نظير انكم سپورټ پروګرام ته وركولې شي٬ مونږ به دا لا زياتوٶ٬ ده ووئېل دا د ټولنې د بې وزله او وروستو خلقو د غربت خاتمې لپاره د سماجي تحفظ مهمه برخه ده ۔ ده ووئيل د بے نظير انكم سپورټ ګرېجوېشن ??روګرام له مخې د ټولنې زيات مستحق كسان ترې مس??في?? شوې او دوي ته په خپلو پښو اودرېدو لپاره په يو ځائې نغدې روپې وركرې شوې دغسې چې ھغوي خپل كاروبار پېل كړې شي كوم چې د غربت خاتمي له كليدي كردار لري۔ وزيراعظم د پروګرام ستائنه كولو سره ووئيل په هر ډول سماجي تحفظ پروګرام ټولنه كښې كليدي اهميت لري۔ وزيراعظم هيله ولرله چې دې پروګرام مس??في?? كېدونكې كسان به د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ولوبوي۔ وزیراعظم ووئيل زه په دې خبره باور لرم چې دې پروګرام لپاره بېل كړې بجټ لا زياتول پكار دي دغسې چې راتلونكو پنځو كالو كښې د غربت خاتمې لپاره كېدونكې هلې ځلې لا موثره شي۔ وزیراعظم د پروګرام په كاميابۍ كښې د مالي معاونت كوٶنكو نړيوالو ډونرز هم مننه وكړه۔ ده ووئيل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام كاميابۍ لپاره د ماروي مېمن هڅې هم د ستائنې دي٬ هيله لرو چې ماروي مېمن به ګرېجوېشن ??روګرام كاميابۍ لپاره په راتلونكو دوو مياشتو كښې د زړه د اخلاصه كار وكړي ۔ دستوره كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو٬ د پارلمان غړو په ګډون كولو وزيراعظم د هغوي مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام اېجوكېشن انډومنټ فنډ څخه مس??في?? كوٶنكې مېرمنې به ټولنه كښې مهم كردار ترسره كړي۔
د بے نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ مونږ 50 فيصده زيات كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی