اسلام آباد۔7دسمبر(اے پی پی) د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې د انتها خوښۍ مخنيوي لپاره به ټولو له خپل كردار ترسره كول وي ٬ د سيالكوټ پېښې سره د هېواد بدنامي شوې ده٬ مونږ له به د انتها خوښۍ پرچار كوؤنكو قوتونو نفي كول وي٬ جلسې جلوسونه كول د مخالفې ډلې حق دے ٬ د مارچ په 23 مه نېټه د جنګ سامان د اوړلو راوړلو د لاسه ځينې لارې بندې وي ځكه اپوزيشن بايد خپلې پرېكړې ته بيا كتنه وكړي٬ حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او پاكستان كښې به جمهوري عمل مخ په وړاندې ځي۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې داخله وزير ووئيل د انتها خوښۍ مخنيوي لپاره به ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ميډيا هاؤسز كه ترهګرۍ او انتها خوښۍ كښې د ككړو كسانو خبرې وړاندې نه كړي نو باور لرم چې هېواد به بهترۍ پلو روان شي۔ هغه ووئيل د سيالكوټ د پېښې غندنه كوؤ ٬ دې پېښې سره د هېواد بدنامي شوې٬ په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد قانوني كارروائي روانه ده۔ داخله وزير ووئيل له نه يوازې د پوليس مورال ښه كول دي بلكې د هغه طاقتونو او ميډيا هاؤسز حوصله شكني هم كول دي كوم چې انتها خوښۍ ته هوا وركوي٬ ټول قام له به په ګډه د انتها خوښۍ له مينځه وړولو لوظ كول وي۔ هغه ووئيل يوه كلنه كاركردګي به په 14 دسمبر وړاندې كوؤ۔ هغه ووئيل افغانستان څخه يو لك 82 زره كسان په وېزه راغلې ٬ 66 زره بېرته تلي دي او 12 زره د هېواد نه بهر تلي دي٬ 40 زره نه 50 زره كسانو یو اېن سی اېچ آر سره رابطه كړې ده۔
د يوې پوښتنې په ځواب کښې د کورنيو چارو وزير ووئيل كوم لنډ مهاله حكومت به نه راځي۔ حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او په پاکستان کښې به جمهوري عمل مخ په وړاندې ځي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب کښې هغه ووئيل چې پي ډي اېم د احتجاج لپاره د مارچ 23 مه نېټه ټاکلې ده۔ 23 مارچ د پاکستان ورځې په توګه لمانځل کېږي، د پاکستان د ورځې پرېډ او د پوځي تجهیزاتو د نقل وحمل له کبله د مارچ 23 مې ورځې نه وړاندې ځينې لارې بندولې شي دې لپاره بايد اپوزيشن د لانګ مارچ نېټه بدله كړي۔ هغه ووئيل په 23 مارچ كښې لا 4 مياشتې پاتې دي ٬ په دې اړه به 3 مياشتې وروستو خبره كوم۔ هغه ووئيل كه د قانون لاره خپله كړې شوه نو جلسې جلوسونه كول د ټولو حق دې بياهم اپوزيش بايد د لانګ مارچ نېټې ته بيا كتنه وكړي۔ هغه ووئيل د موجوده ګرانۍ په شا يو شمېر عوامل دي٬ هيله ده چې حكومت به په څلور مياشتو كښې په ګرانۍ قابو ومومي۔ داخله وزير ووئيل د لاهور د حلقه اېن اے 133 په ضمني ټاكنو كښې كم ټرن آؤټ سره اپوزيشن ته د خپل حېثيت اندازه شوې ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل په ټاكنو كښې يو نيم كال پاتې دې٬ خلك به خپلو حلقو ته ځي ٬ د ټولو په راضي كولو يو كال لګي ٬ په يوه يوه حلقه كښی څلور څلور لكه ووټران هم دي۔
د انتها خوښۍ مخنيوي لپاره به ټولو له په ګډه خپل كردار ترسره كول وي٬ د سيالكوټ پېښی سره د هېواد بدنامي شوې٬ د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن