پېنډۍ 21 جولائي (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د لوي اختر ورځ د خېبر پښتونخوا په ضلع كرم كښې پاك افغان انټرنېشنل بارډر سره نزدې تعينات پوځي ځوانانو سره تېره كړه۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې ځوانانو سره ملاقات او د اختر مباركي كولو په مهال د پوځ سرلښكر د هېواد دفاع لپاره د دوي د لوړو حوصلو ٬ جذبو او د غېر متزلزل عزم ستائنه وكړه۔ ده بارډر سکيورټي لپاره په شوې موثره اقداماتو او په وظيفائي حربي تيارو د بشپړه اطمينان څرګندونه وكړه٬ ده په افغان انټرنېشنل بارډر په تندۍ سره د ازغن تار لګولو د اقداماتو هم ستائنه وكړه او د دې عزم پخلې ئې وكړو چې پاكستان د رامخې ته چېلنجونو له مخې د خپلو پولو د حفاظت باوري كولو عزم لري۔ جنرال قمر جاوېد باجوہ د سيمې سماجي٬ اقتصادي پرمختګ٬ د مواصلاتي ډهانچې وده٬ سكول٬ روغتونونو او د ځائي آبادۍ بحالۍ لپاره د اقداماتو پشمول د نورو جاري منصوبو په بشپړېدو كښې د سول انتظاميې د معاونت هم ستائنه وكړه۔ د دې نه وړاندې سيمې ته په راتګ د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرال نعمان محمود د سرلښكر هركلے وكړو۔
جنرال قمر جاوېد باجوہ د لوي اختر اولنۍ ورځ په كرم ضلع كښې تعينات پوځي ځوانانو سره تېره كړه
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا