اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په زده کوونکو زور راوړې دې چې هغوي دې خپلې زده کړې ته پام وکړي او د هېواد په پرمختګ کښې دې خپل رول ولوبوي. د بلوچستان زده كوؤنكي عصري زده كړې او د آئي ټي مهارتونه ترلاسه كولو سره د هېواد او قام تقدير بدلولو صلاحيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د بلوچستان ريذيډنشل كالج ٬ خضدار زده كوؤنكو سره خبرو كښې وكړه كومو چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات وكړو۔ هغه ووئيل په بلوچستان كښې د زده كړو څانګې آسانيو ودې ته تر ټولو ورومبې پاملرنه كولې شي۔ صدر عارف علوي ووئيل چې اقتصادي راهدارۍ ٬ او د ګوادر پورټ بشپړ كېدو سره به روزګار سره سره صوبه كښې خوشحالي راشي۔ صدر د بلوچستان په بېلو سيمو خضدار او لورالائی كښې د ریذیډنشل کالجونو په جوړولو د بلوجستان حكومت ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل هيله لرؤ چې ریذیډنشل کالجونه به د صوبې په تعليمي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي
د بلوچستان زده كوؤنكي عصري زده كړې او د آئي ټي مهارتونه ترلاسه كولو سره د هېواد او قام تقدير بدلولو صلاحيت لري۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د بلوچستان ريذيډنشل كالج٬ خضدار زده كوؤنكو سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات