اسلام آباد 23 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سپاړښتنه كړې چې د مري ښار لپاره د اوبو وركړې له زر تر زره منصوبه بندي وكړئ ٬د مري لنك روډز بيا رغونې لپاره دې اقدامات وكړے شي٬په مري كښې د روغتون جوړولو ايسار شوے كار د پیل كولو او د روات كلي هائي سكول ته د هائر سيكنډري درجه وركولو لپاره دې تګلارهجوړه كړی شي٬په مري كښې دې د كركټ اسټېډيم جوړولو كار هم ګړندے كړے شي۔د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ د مري دوره كړې۔په دې موقع ده د روغتون٬سكول٬سېلګرۍ٬ اولسي ښېګرې په اړه د پرمختيائي كارونو تندولو هدايت وكړو۔د اسلام آباد-مري ايكسپرېس وے تعمير نو او په ايكسپرېس وے د خاورو كمرو رالوېدو مسئلې زر او په موثره توګه حل كولو سپارښتنههم وزيراعظم وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د مري لپاره د پرمختيائي كارونو جاج اخستو سره په دې اړه هدايات جاري كړي۔وزيراعظم امر وكړو چې د مري ښار لپاره د اوبو وركړېله زر تر زره منصوبه بندي وكړئ ۔ وزيراعظم ووئيل د مري لنك روډز تعميرنو لپاره اقدامات وكړئ ۔وزيراعظم په مري كښې د روغتون جوړولو ايسار شوي كار بيا پیل كولو او د روات كلي هائي سكول ته د هائر سيكنډري درجه وركولو لپاره هم د حكمت عملي جژړولو سپارښتنه وكړه او په مري كښې د كركټ اسټېډيم جوړولو كار د تندولو هم امر وكړے شو۔وزيراعظم په مري ښار كښې د غېر قانوني تعميرات سخت نوټس اخستو سره په دې لړ كښې د سروے كولو احكامات هم وركړل۔وزيراعظم د نيو مري لپاره د داسې ډوېلپمنټ پلان جوړولو احكامات هم وركړل كوم څخه به چې د سيمې ښكلا نه يوازې برقرار پاتې شي بلكې په دې كښې به نوره هم اضافه وشي۔وزيراعظم د كوټلي ستياں څخه پترياټا ٬ نيو مري او بستال مور نه تر پینډي پوائنټ سېلګرو ته آسانيو وركولو لپاره كيپل كارز چلولو په اړه د حكمت عملۍ رامخې تهكولو هدايت هموكړو ۔ دغسې وزيراعظم ته د اسلام آباد مري ايكسپرېس وے زمكې وهلو او د خاورو كمرو رالوېدو له امله د زيان څخه بچ كېدو په حكمت عملۍ هم بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم نېشنل هائي وے اتهارټي ته د اسلام آباد مري ايكسپرېس وے لپاره د جيو ټيك كنسلټنټ ساتلو هم ووئېل ۔په دې موقع د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او شاهد خاقان عباسي هم موجود وٶ
د مري ښار لپاره د اوبو وركړې له زر تر زره منصوبه بندي وكړئ ٬ د مري لنك روډز بيا رغونې لپاره دې اقدامات وكړے شي۔د وزيراعظم شهباز شريف سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن