ګوجرانواله 01 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته د بېلا بېلو هېوادونو نامزد سفيرانو په ايوان صدر كښې سفارتي اسناد وړاندې كړل. د ايوان صدر د پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمعې په ورځ په پاكستان كښې د امريكې نامزد سفير ډونلډ آرمن بلوم، د تركيې نامزد سفير ډاكټر محمت پاچاجي، د آسټراليا نامزد سفير نېل هاكنز، د اروپائي اېتلاف نامزد سفيرې رينا كيونكا، د سوډان سفير صالح محمد احمد محمد صديق او د بهوټان نامزد غېر مقيم سفير رنچين كيوانسټل صدر مملكت ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن