تحرير: هلال احمد
اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) هند په كال 1947 كښې په جمو كشمير خپل غېر قانوني تسلط قائم كولو سره كشميرې اولس محكوم جوړ كړےې٬هغوي د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې كشميريانو ته د هغوي جائز حق خود اراديت وركولو څخه ډډه كوي او د كشميريانو د آزادۍ غوښتنه تر پښو لاندې كولو لپاره هغوي تل د ظلم او جبر په نښه كړي۔ د سياسي تجزيه كارو او د كشمير چارو پوهانو له مخې د كشمير مسئلې يوازځنې٬پخوانې او مستقل حل يوازې د ملګرو ملتونو د قرارادونو له مخې استصواب رايې سره ممكن دے۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د اګست 13مه نېټه كال 1948م او د جنورۍ 5مه نېټه كال 1949 پشمول په ځينو موقعو په خپلو قراردادونو كښې د كشميري اولس سره وعده كړې وه چې هغوي به د خپلو سباؤن پريكړې لپاره به د رائې شمارۍ موقع وركولې شي۔خو دا خبره د افسوس وړ ده چې هند په دوه قامي نظريې عملدرآد او د ملګرو ملتونو قراردادونو نافذ كولو په ځاې د كشمير مسئلې په حل كښې تل خنډان رامخې ته كړي او د حق خود اراديت غوښتنه تر پښو لاندې كولو لپاره په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو ډېرې سرغړونې كړې دي۔ د كل جماعتي حريت كنفرنس جنرل سېكرټري شېخ عبدالمتين د ملګرو ملتونو قراردادونو اهميت رامخې ه كولو سره وئېلي دي چې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګين سرغړونې كوي٬كشميرې اولس د هند رياستي ترهه ګرۍ باوجود د حق خود اراديت لپاره خپلې تحريكونه به جاري ساتي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې هند د يوې منصوبې د لارې د سازش له مخې د كشميريانو نسل كشي كوي٬د مودي په مشرۍ كښې هندي انتهاخوښو په منطقه كښې امن ته داو لګولې۔ ده ووئيل چې په كشمير د 75 كلونو څخه د روان غېر قانوني هندي قبضه او د هندي قابض ځواكونو بربريت به د كشميريانو حريت جزبه ناكامه كولو كښې كامياب نه شي٬ملګري ملتونه دې په خپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي۔د حريت كنفرنس مشر ووئيل چې د هند له د اګست 5مه نېټه كال 2019م غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات بېرته اخستل پكار دي او مقبوضه سيمه كښې د آبادياتۍ ډهانچه بدلولو لپاره د خپل غېر قانوني اقدامات مخ نيوې كول دي۔پخواني سفير آصف دراني په دې اړه په خبرو كښې ووئيل چې نړيوالې ورورولي دې د مقبوضه كشمير په صورتحال نوټس واخلي٬د بشري حقونو سنګين خلاف ورزۍ مخ نيوي او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې كشميريانو ته د هغوي حق خود اراديت وركولول لپاره په د هند فشار اچول ضرورت دې۔ده ووئيل چې هند د ناروا او اقداماتو په نتيجه كښې كشميري په خپله سيمه كښې تقريبا محصور شوي او كشميريان په اقليت كښې بدلولو سره د مقبوضه رياست آبادۍ تناسب كولو هڅه كوي دغسې چې هغوي اعلان وكړي چې هغوي د رائے شمارۍ لپاره تيار دي۔د مبصرينو وېنا ده چې د كشمير مسئلې يوازنې٬پخوانې او مستقل حل يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې استصواب رائے څخه ممكن دې۔د كشميريانو هم دا غوښتنه ده چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوند قراردادونو له مخې هغوي له د خپل سباؤن پريكړې كولو پخپله موقع وركړی شي۔
د كشمير شخړه:د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د سمدستي حل متقاضي مسئله
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ