اسلام آباد۔11نومبر (اے پی پی)د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) پروژې لاندې د 1.74 ارب ډالرو په لګښت کروټ هائيډرو پاور پروژې څخه 720 مېګاواټه برېښنا ترلاسه كېږي۔ د پاکستان حکومت دا پروژه په ګرين انرجي كښې د بدلولو عزم لري۔ د چائنه تھري ګورجز ساؤتھ اېشيا انوېسټمنټ لمېټډ چارواكو اے پي پي سره خبرو كښېې ووئيل چې د بېلټ اېنډ روډ انشي اېټيو لاندې د پاكستان كروټ هائيډرو پاور پروژې ترسره كېدو سره 5 ملينه آبادۍ ته د كلين اېنډ ګرين انرجي رسول باوري كړې شوې ده۔ دا منصوبه په جهلم درياب ترسره كړې شوې ده۔ دې څخه ځائي وګړو ته د روزګار نزدې 5 زره موقعې په لاس راغلې دي۔ دا منصوبه د روان كال جون مياشتې 29 مې نېټې څخه فعاله ده۔ په هائیډرو پاور پراجېکټ د روان كار په مهال چائنا تھري ګورجز كارپورېشن خپلې كارپورېټ سماجي ذمه وارۍ ترسره كړې۔ د دې پروجېكټ په ځائي سيمه كښې د 20 نه زياتې د اولس خېر ښېګړې منصوبې هم جوړې كړې شوي دي په كومو كښې چې د سكولونو ٬ روغتونونو او سړكونو منصوبې شامل دي۔ کروټ هائیډرو پاور پروجېکټ د پاك چين ملګرتيا ښكاره مثال دے۔ چائنا تھری ګورجز کارپوریشن به د توان مرستې هدفونه ترلاسه كولو له خپلې هڅې روانې ساتي٬ د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره به لا ګرين انرجي رامخې ته كوي٬ ځائي وګړو ته به لا ګټه رسوي او د ټول انسانيت د ګډې سباؤن سره سره د كميونټي په تعمير كښې به هم مثبت كردار ترسره كوي۔
كروټ هائيډرو پاور پراجېكټ څخه 720 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كېږي٬ چائنه تھري ګورجز ساؤتھ اېشيا انوېسټمنټ
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار