لاهور۔19 اګست(اے پی پی) د پنجاب اسمبلۍ غونډه كښې حكومت?? او دمخالفې ډلو غړو په يوه خله د توهين رسالت د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړو۔ د غندنې دا قرارداد حكومتي غړي عمارياسر ?? مياں شفیع محمد او د مخالفې ډلې غړې كنول پروېز وړاندې كړو۔ قرارداد كښې ووئيلې شو چې د دې ايوان رائې دا ??ه چې د حضرت محمد (ص) په حرمت او ناموس مونږ ټول مسلمانان هر وخت ځان قربانولو ته تيار يو۔ لوئې څښتن هغه د دواړو جهانونو لپاره رحمت جوړ كړې رالېږلې۔ د عقيده ختم نبوت او ناموس رسالت حفاظت زمونږ مسلمانانو ذمه واري ده۔ د كفر نړۍ اسلام او مسلمانانو څخه ويرېږي ځكه د رسول كريم (ص) په شان كښې ګستاخي كولې شي۔ څو ورځې وړاندې د هالېنډ ملعون سياستمدار ګیرټوائلډرز د شېطاني منصوبې ترمخه د نبي كريم (ص) په ضد د ګستاخۍ موادو نندارتون ا??لا?? كړی۔ دې ناوړه حركت سره د مسلمان زړه ازار شوې۔ دا حركت يو نړيوال سازش دے۔ د پاكستان?? اولس ترجماني كولو سره د صوبائي اسمبلۍ دا ايوان د هالېنډ ملعون ګیرټ وائلډرز او هالېنډ حكومت په سختو ټكو كښې غندنه كو?? او وفاقي حكومت څخه غوښتنه كوي چې ټولو اسلامي هېوادونو سره تماس ونيس?? او په ګډه هالېنډ سره سفارتي اړيكې ختمې كړ?? او د هالېنډ حكومت مجبور كړي چې هغه د دغه ملعون په ضد د نړيوال امن دمن??ھ وړلو كېس جوړولو سره سزا وركړي۔
د پنجاب اسمبلۍ غونډه كښې د توهين رسالت د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې شو۔ د هالېنډ معلون ګېرټ وائلډرز او د هالېنډ حكومت په سختو ټكو كښې غندنه
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات