مېلسي 06 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم د سوئيلي پنجاب صوبې بل په قومي اسمبلۍ كښې د وړاندې كولو او د 500 اربه روپو د پرمختيائي پېكج اعلان كولو سره وئيلي دي چې د وينې تر وروستي څاڅكي به د كرپټ سياستدانانو په ضد جنګ جاري وي، 30 كاله هېواد په دواړو لاسونو لوټ كوونكو ته يو ځل بيا خپل دور وريادېږي، ځكه دوي عدم اعتماد لپاره په تندې كښې دي، دا خلق دې د عدم اعتماد د ناكامې نه پس هغه څه ته تيار شي كوم به چې زه ورسره وكړم، د ټېكس د ريكارډ وصولې اولس ته په نړۍ كښې د جوړې شوې ګرانې په مقابله كښې ريليف وركړے، كه قوم نور ټېكس هم وركړي نو دوي سره لوظ كوم چې دا ټېكس به دوي ته په ريليف وركولو خرڅ كوو، كه په لندن كښې د ناست تښتېدلي څخه رقم پاكستان ته راوړل شي نو د پېټرول او ډيزل بيعې به نيمې كړو، د روسيې يوكرېن جنګ سره د نړۍ كشالې مخ په زياتېدو دي، مونږ به په جنګ كښې د چا ملګرتيا ونه كړو او په امن راوستلو كښې به د ټولو ملګرتيا كوو. د اتوار په ورځ په مېلسي كښې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې هغه په پياوړې غونډه كولو د قومي اسمبلۍ غړو اورنګزېب كهچي او طاهر اقبال ته پېرزوينه وړاندې كوي. ده ووئيل چې وفاقي حكومت پرېكړه كړې ده چې سوئيلي پنجاب ته به د 500 اربه روپو پرمختيائي پېكج وركوو. د سوئيلي پنجاب صوبې لپاره په قومي اسمبلۍ كښې بل راوړو، اولس به په دې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ﴿ن﴾ اصل څېره هم وويني. وزيراعظم ووئيل چې مونږ په دې فخر كوو چې زمونږ په دور كښې كروندګرو سره زياته پېسه راغله، د جوارو، غنمو او پومبې په پېداوار كښې اضافه شوې. په نړۍ كښې د يوريا سرې كمي سره هم مونږ خپلو كروندګرو ته د يوريا برابرولو پرېكړه كړې، يو لك ټن يوريا د چين څخه راغواړو كومه به چې په يوه اونۍ كښې راورسي. مونږ په سره د 132 اربه روپو سبسډي وركړې. وزيراعظم ووئيل چې كروندګر خوشحال وي نو پاكستان به پرمختګ وكړي، چې كله مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو هغه وخت هېواد ديواليه و، مونږ سنبال كړو ، بيا كورونا راغله، د الله شكر ادا كوو چې پاكستان په 190 هېوادونو كښې په هغو دريو هېوادونو كښې شامل دے كومو چې د كورونا مخ نيوي لپاره غوره پلان تيار كړے، بيا د نړۍ په تاريخ كښې ګراني راغله خو پاكستان د هر يو ازمېښت نه په كاميابې سره رابهر شو، په نړۍ كښې د دې ګرانې سره هم په پاكستان كښې په دې وخت كښې د كال 2008م نه تر كال 2013م په مقابله كښې ګراني كمه ده. مونږ سره د دې هم په اولس كم بوج اچولې، تر ټولو زيات ټېكس مو جمع كړو او په دې وجه مو د پېټرول او برېښنا بيعې كمې كړې. وزيراعظم ووئيل چې مونږ پاكستان غلامې كولو ته كله نه دې پريښې، عمران خان تر نن ورځ پورې د چا په وړاندې نه دے ټيټ شوے او به ټيټ شي. د قوم سر به ټيټ نه كړے شي. وزيراعظم ووئيل چې د اروپائي اېتلاف سفير پاكستان ته د روسيې په ضد د ووټ وركولو خط ليكلې، د هغه نه مې پوښتنه ده چې آيا ده هندوستان ته هم داسې خط ليكلې و، پاكستان د ترهګرې په ضد جنګ كښې د ناټو ملګرتيا كړې، كه زه په اقتدار كښې وم نو كله به مې هم ملګرتيا نه كوله، د دې جنګ په وجه پاكستان د 80 زره خلقو قرباني وركړې او د 100 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان شوے، قبائيلي سيمه تباه شوې، 35 لكه خلق بې كوره شوي دي، اروپائي اېتلاف دې ووائي چې كله ئې زمونږ مننه كړې ده، د دې په ضد ئې په افغانستان كښې په جنګ كښې د ناكامې ذمه وار پاكستان ګرځولے دے. وزيراعظم پوښتنه وكړه چې كله هند د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد د كشمير خاص حيثيت ختم كړو نو آيا اروپائي اېتلاف هند سره تجارت ختم كړو ، اړيكې ئې ورسره پرې كړې. وزيراعظم ووئيل چې آيا مونږ غلامان يو چې تاسو څه وائې مونږ به ئې عملي كوو؟ د كال 2008م نه تر كال 2018م 400 ډرون بريدونه شوي دي، آيا كله داسې هم شوي دي چې كوم هېواد دې په جنګ كښې ملګرتيا كوي، په هغه بريدونه وكړه. د هغه دور شوكمارو واكمنو دې لپاره غږ نه دې پورته كړې، كه دوي خبره كړې وه نو د دوي جائيدادونه به ضبط شوي وو. دوي د خلقو قتل عام كتلو. وزيراعظم ووئيل چې كه د ده په دور كښې چا د ډرون بريد هغه وكړه نو فضائيه ته به وايم چې رانسكور ئې كړه دا د قانون خلاف ورزي ده، د دا ځنګل قانون دے. وزيراعظم ووئيل چې سول غوښتونكې قوم عظيم نه شي جوړېدے يوازې خوددار قومونه عظيم جوړېږي. وزيراعظم ووئيل چې مونږ چا سره دښمني نه لرو ، ټولو سره دوستي كول غواړو، روسيې، امريكې، چين او د اروپا پشمول ټولو سره دوستي ده، مونږ بې طرفه يو، مونږ په كوم كېمپ كښې نه يو، د يوكرېن جنګ په اړه زمونږ دريځ دے چې دا نړۍ لپاره د زيان وړ دے. وزيراعظم ووئيل چې په مېډيا كښې چې كوم خلق د غلو ملاتړ كوي ، د دوي څخه پوښتنه ده چې آيا دوي فضل الرحمان، تښتېدلې نواز شريف، زرداري او شهباز شريف جوړېدل غواړي، څوك به هم داسې ونه غواړي، بايد دوي د ښه ملګرتيا وكړي. وزيراعظم ووئيل چې په سياست كښې د دوي مقابلې لپاره راغلے يم، د وينې تر وروستي څاڅګي به د دوي مقابله كوم، پوره تياري ده، دوي چې څه كوي، هغې لپاره تيار يم خو د شوكمارو دا ګلدسته دې هم ياد ساتي چې د عدم اعمتاد تحريك د ناكامې نه پس چې ورسره څه كوم، دوي دې هغې لپاره هم تيار وي.
د وزيراعظم لخوا د سوئيلي پنجاب صوبې بل په قومي اسمبلۍ كښې د وړاندې كولو او د 500 اربه روپو د پرمختيائي پېكج اعلان، د وينې تر وروستي څاڅكي به د كرپټ سياستدانانو په ضد جنګ جاري وي. د وزيراعظم عمران خان اولسي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی