اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ د خارجه وزيرانو د كونسل د مشر په حېث د اتوار په ورځ د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طحه سره په ټيليفون خبرې وكړې. په دې موقع په هند كښې د واكمن ګوند لخوا د اسلاموفوبيا په كارروائيو او په خاص توګه د بهارتيه جنتا پارټۍ﴿بي جے پي﴾ د دوه مشرانو لخوا د پېغمبر اسلام ﴿ص﴾ په ضد د سپكاوي په بيانونو خبرې وشوې. خارجه وزير ووئيل چې د بي جے پي مشرانو لخوا د سپكاوي بيانونو سره د ټولې نړۍ د مسلمانانو جذباتو ته سخت زيان رسېدلے. ده ووئيل چې د بي جے پي لخوا د وضاحت هڅه او د ذمه وارو په ضد تاخير سره كېدونكې انضباطي كارروائي د اسلامي نړۍ درد او اضطراب نه شي كمولې.ده د سپكاوي كلماتو په ضد د جمعې د لمونځ نه پس د سوله ايزو مظاهرو په مهال د هندي چارواكو د ناروا سلوك هم سخته غندنه وكړه كوم چې په مسلمانانو د هندي حكومت د روان ظلم او ستم تازه مظهر دے. خارجه وزير او آئي سي او د دې غړو هېوادونو ته ووئيل چې دوي دې د هندوستاني مسلمانانو د ځان، مال، عزت، جائيداد، ثقافت، ورثې او د مذهبي آزادو تحفظ لپاره خپلې هڅې زياتې كړي. ده تنظيم ته ووئيل چې په هندوستان كښې دې د اسلاموفوبيا د خرابېدونكي صورتحال په سمدستي توګه نوټس واخلي. د او آئي سي سېكرټري جنرل د سپكاوي په بيانونو او په هندي مسلمانانو د تشدد په پرله پسې پېښو ژوره اندېښنه وښودله. ده ووئيل چې او آئي سي د اسلاموفوبيا په زياتېدونكي رحجان اندېښنه لري او د دې مخ نيوي لپاره به اجتماعي اقدامات كول وي. دوي په اسلاموفوبيا د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د قراردادونو او اعلاناتو ياددهاني وكړه او په هندوستان كښې ئې د اسلاموفوبيا مقابله كولو او د هندوستاني مسلمانانو تكاليف كمولول لپاره د لارې لټولو په خاطر په رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق وكړو.
د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د او آئي سي سېكرټري جنرل سره ټيليفوني تماس، په هند كښې د اسلاموفوبيا په كارروائيو خبرې وشوې
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون