اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) د نوموړې خبريالې او اېنكرې عاصمه شيريز د كال 2018 نه تر 2022 په ليكې شويو كالمونو د مشتمل كتاب ” کهانی بڑے گھر کی” د مخكتنې دستوره د شورؤ په ورځ په نېشنل پرېس اسلام آباد كښې وشوه۔ دستورې ته نوموړے ليكوالې او شاعرې كشور ناهيد ٬ د پي پي لارښود فرحت الله بابر ٬ نوموړي خبريال حامد مير ٬ سليم صافي ٬ د پي اېف يو جے صدر افضل بټ ٬ ناصر زېي ٬ د اے پي پي صدر انور رضا ٬ علي رضا علوي ٬ مستنصر جاوېد ٬ سجاد ازهر او نورو هم خطاب وكړو۔ په خپل خپل خطاب كښې دوئي ووئيل چې عاصمه شيرازي په صحافت كښې د وياړ وړ كردار لري۔ عاصمه شيرازي د دې كتاب ليكلو سره د كتاب كتلو كلتور يو وارې بيا ژوندي كولو هڅه كړې ده۔ فرحت اللہ بابر په خپل خطاب كښې ووئيل چې د عاصمه شيرازي كتاب د پاكستان د تاريخ ليكلو لپاره مواد وړاندې كوي او بل دا چې دې دا ثابت كړي دي چې د پرنټ ميډيا دور لا ختم نه دے ۔ ده ووئيل د دې مور پلار د مباركۍ مستحق دي۔ حامد میر ووئيل عاصمه شيرازي د صحافت يو د وياړ وړ كردار دے۔ ده ووئيل مونږ خو دا خبره اورؤ چې د يو كامياب سړي په شا د يوې ښځې كردار وي خو دلته د يوې كاميابې ښځې په شاه د يو سړي كردار دے۔ ده ووئيل كه مونږ له پاكستان يو مثالي كور جوړول وي نو د آئين سرلوړي به باوري كول وي۔ عاصمه شيرازي دستورې ته په خپل خطاب كښې ووئيل د كتاب په ليكلو چې چا هم زما مرسته كړې زه د هغوي مننه كوم۔ دې ووئيل په دې كتاب كښې د هغه تسلط داستان دې كوم چې په دې هېواد قابض پاتې شوې دې۔ د هغې كورنيو داستان دے كومې چې په دې هېواد مسلط پاتې شوې۔ دې ووئيل ما په 14 اګست 2018 كښې كالم ليكل پېل كړل د دغې ټول دور په اړه مې وليكل په كوم كښې په هره يوه خبره بندېز وو۔ دې ووئيل زما آف ايئر كولو لپاره د آج نيوز مالكانو ته دړكې وركړې شوې خو هغوي زما ملاتړ وكړو۔ زه د هغوي مننه كوم۔
د نوموړې خبريالې او اېنكرې عاصمه شيريز د كال 2018 نه تر 2022 په ليكلې شويو كالمونو د مشتمل كتاب ” کهانی بڑے گھر کی” د مخكتنې دستوره
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت