د پاكستان او افغانستان د تاريخ نزدې تعلق پاتې شوے، افغانستان كله هم بهرني قوتونه نه دي قبول كړي، پاكستان د شخړو د پوځي حل په ضد پاتې شوے. د وزيراعظم عمران خان ترك ټي وي سره مركه


اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان او افغانستان د تاريخ نزدې تعلق پاتې شوے، افغانستان كله هم بهرني قوتونه نه دي قبول كړي، پاكستان د شخړو د پوځي حل په ضد پاتې شوے، پوښتنه دا ده چې امريكا به طالبان كله تسليموي؟ صدر بائيډن په نښه كول ناانصافي ده، د اوسني صورتحال نه سوا هغه كومه بله چاره نه لرله، د اړي ګړي جوړېدو تر ټولو زيات زيان به افغان اولس ته ورسي، د پولې په دواړو غاړو پښتون قوم آباد دے، د پښتنو ترمېنځه يوازې د مذهب نه بلكې د قوميت په كچه هم ژور تعلق دے، د امريكې اولس د افغانستان د صورتحال نه بې خبره دے، د شخړو د پوځي حل مخالف يم. وزيراعظم دا خبرې د خالي په ورځ ترك ټي وي ټي آر ټي سره په خپله مركې كښې وكړې. د افغانستان صورتحال په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې يو وخت ؤ چې مونږ هلته د ويني توهيدو اندېښنته لرله۔ ځكه چې كه تاسو اوګرئ چې د روسيانو د تللو نه پس هلته څه صورتِحال راپيدا شوے ؤ۔ په 1989 كښې په افغانستان كښې وينې بهيدلې وې ، ګڼو افغانانو د ژوند نه لاس وينځلې وؤ۔ چې په نتيجه كښې ئې طالبان رامخې ته شول۔ دا ځل هم مونږ يريدلو چې د طالبانو لخوا د كابل په نيولو به هلته ويني وبهيږي خو تر دې حده په غير متوقع توګه هلته اختيارات په امناكه ډول منتقل شوي۔ خو اوس په سر ولاړه مسئله دا انساني بحران ده، ځكه چې د افغان دولت د خپل بجټ لپاره د 70 نه تر 75 فيصده انحصار په بهرنۍ مرسته ؤ٬ څنګه چې د بهرنۍ مرستې كړۍ له مينځه ځي او د كومې چې وګړي اندېښنه لري چې د طالبانو په راتللو به بهرنۍ مرسته ختمه شي. كه په سمدستي توګه كه د هغوي مرسته ونه شوه نو د دې خبره اندېښنه ده چې هلته به حكومت ختم شي او اړے ګړے راپيدا كيدو سره به انساني بحران راشي. د دې خبري زيات انحصار په دې خبره دے چې نړيواله ورورولي د طالبانو حكومت تسليموي يا نه. ده ووئيل چې زمونږ حكومت پريكړه كړې چې مونږ به د افغانستان ټولو ګاونډيانو سره مشاورت كوو، هغوي سره به مشوره كولې شي ٬ چې كله د طالبانو حكومت تسليمېږي، پاكستان كه په يوازې د طالبانو حكومت تسليم هم كړي نو په دې زيات قرق نه پريوځي.پكار داسې ده چې امريكا، اروپا ، چين او روس هم دا حكومت اومني. خو بيا هم ټول ګاونډيان دې په ګډه ، كوم چې افغانستان كښې د اړي ګړي څخه زيات ځپل كيږي. كه مونږ ټول په ګډه يوه شريكه تګلاره جوړه كړو چې دا تسليمول دي ٬ نو په داسې كولو به د پاكستان په يوازي د تسليمولو په ځائ زيات اثر پريوځي. د طالبانو حكومت تسليمولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې تر ټولو لويه پوښتنه دا ده چې امريكا دوي كله تسليموي ، زر يا وروستو هغوي له به داسې كول وي۔ دا مهال چې د هغوي په سېنېټ كښې چې كومې خبرې شوې دي، د هغوي په ميډيا وګورئ ، امريكا د حيرانتيا او تذبذب سره مخ ده. هغوي 20 كاله پس د طالبانو حكومت په بيا راتللو د زياتي حيرانتيا سره مخ دي ،هغوي د قربانۍ ګډورې لټوي۔ زه دا ګڼم چې صدر بائيډن په هدف كول نا انصافي ده۔ ځكه چې هغه د دې څخه زيات څه كولې شو۔ د وتلو نيټه چې كله اعلان كړې شوه٬ د هغې نيټي څخه دوه اوونۍ وړاندې افغان پوځ وسله غورځوي او افغان صدر هېواد څخه وتېښتېدو نو بيا خو به داسې كيدل ٬ دا بائيډن لپاره د حيرانتيا خبره وه، ټولو لپاره د حيرانتيا خبره وه۔ زه دا ګڼم چې هغه په نخښه كول ناانصافي ده او هغه په خپلي حيرانتيا پرده اچولو لپاره د قربانۍ ګډورې لټوي او د د بده مرغه پاكستان په هغې كښې يو دے. په دې وجه هغه په منطقي ذهنيت سوچ نه كوي چې څنګه به مخ په وړاندې لاړ شي. كه امريكا ئې پانګې منجمند كړي او افغان حكومت ختم شي نو په نتيجه كښې به ئې اړے ګړے راپيدا شي او دا به د ټولو افغانانو لپاره زيات زيان وي٬ د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې تر راروان كال به د 95 فيصده څخه زيات وګړي د غريبۍ د كرښې څخه لاندې لاړ شي، دې لپاره به د مسئلې حل لټول وي ٬ زر يا وروستو هغوي له به د افغانانو لپاره سوچ كول وي، تر څو چې داسې نه وي شوي افغانانو لپاره به بحران ورځ په ورځ زياتيږي۔ د پاكستان ذمه وار ګرځولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې غوي په پاكستان د بنديزونو لګولو تجاويز وركوي ٬ هغوي وائي چې د طالبانو حكومت په جوړولو كښې پاكستان شريك دے۔ زمونږ په شان وګړي كوم چې د افغانستان د تاريخ څخه خبر دي او د افغانستان تاريخ د پاكستان د تاريخ سره نزدې تعلق لري. كوم چې هغه مهال د هند برخه ؤ ٬ زمونږ پوله كومه چې افغانستان سره تړلي ده، كه تاسو د دې او د پښتنو د تاريخ څخه خبر ئئ ۔ ځكه چې د افغانستان نيمه ابادي د پښتنو ده ٬ د هغې څخه يو په دوه زيات پښتانه په پاكستان كښې مېشته دي او د افغان پولي دواړو اړخو ته د پښتنو قبيلې آبادې دي. كه تاسو د تاريخ څخه خبر ئې او څوك چې هم د تاريخ څخه خبر ؤ هغه ته معلومه وه چې داسې به كيږي. زما په شان خلك كوم چې د تاريخ څخه خبر دي ، ما د افغانستان پلو د پښتنو په سيمو او په پښتنو قبائلو يو كتاب هم ليكلے دے۔ مونږ ته معلومه وه چې داسې به كيږي مونږ ته علم ؤ ٬ دا مسئله كله هم په جنګ نه حل كيږي. ځكه چې هلته اولس بهرني طاقتونه نه مني. هغوي د غير ملكيانو په ضد مزاحمت كوي ٬ په خاص توګه د غير مسلمو او غير ملكيانو په ضد دي ٬ پښتتانه قبائل پخپلو كښې جنګيږي خو چې كله كوم غير ملكي راشي نو بيا ورته يو كيږي. د پښتنو دويم خصوصيت دا دے چې هغوي بدل اخلي، كه څوك د هغوي كوم عزيز ووژني نو هغوي ئې بدل اخلي۔ بدل اخستو لپاره هغوي د وسله والو ملګرتيا كوي۔ دغه هر څه د پولي هغه پلو شوي ، كله چې مونږ د امريكې د اتحادي جوړيدو پريكړه وكړه ، طالبان پښتانه وؤ، نو د طالبانو سره همدردۍ د هغوي د مذهبي نظرياتو په وجه نه وې بلكه د هغوي د پښتون قوميت په وجه وې ٬ دغسې د پولې زمونږ اړخ ته په وړومبي ځل د پاكستان طالبان وليدل شول، هغوي مونږ د امريكې ملګري ګڼلو او په مونږ ئې بريدونه شروع كړل، كوم ته چې ټي ټي پي وئيلي شول ٬ يعنې پاكستاني طالبان، د پولي بل پلو هم دغه هرڅه شوي ، څومره هم چې زيات فضائي يا ډرون بريدونه شوي ، د شپي په تياره كښې شوي دي، دومره وګړو بې بسي محسوس كړې او هم دومره زيات وګړي وژلې شوي۔ د وسله والو شميره زياتيدله او د طالبانو تحريك د وخت سره سره قوي كيدو ، په كال 2008 كښې ما د امريكې دوره وكړه او هلته مي تھنك ټينكس ته خطاب وكړو۔ ما جوبائيډن سره ملاقات وكړو كوم چې هغه وخت سنيټر ؤ۔ ما د جان كيري سره ملاقات وكړو كوم چې سنيټر ؤ، ما د هغوي د پوهه كولو هڅه وكړه خو ما ته هغه وخت احساس وشو چې دوي كوم معلومات نه لري. د امريكې اولس د افغانستان صورتِحال په اړه په بشپړه توګه ناخبره ؤ۔ ځكه هغوي د حيرانتيا سره مخ شول۔ هغوي دا خيال لرلؤ چې هغوي هلته يو جمهوري حكومت جوړ كړے او هغوي د افغانستان ميرمنو له آزادي وركړې ٬ امريكا كښې د وګړو دا تصور ؤ۔ په دومره لږه شميره امريكنيان مړه شوي چې د افغانستان په اصل كښې څنګه ؤ دا د هغوي په خيال كښې هم نه ؤه چې په سمدستي توګه دا هرڅه وشول ځكه تاسو په سېنېټ كښې وكتل۔ چې څه ډول پوښتني هغوي كولې ،د دې نه معلوميږي چې هغوي ته دا معلومه نه وه چې څه روان دي۔ بيا هم يقين وكړئ چې په پاكستان كښې كوم وګړي د افغانستان د تاريخ نه خبر ؤ هغوي ته معلومه وه چې په كال 2010 كښې سرلښكر جنرل كياني د صدر اوبامه سره ملااقت له لاړو ، نو هغه ئې پوهه كړو چې هلته د جنګ هيڅ حل نه راوځي او هغه ته ئې ووئيل چې څنګه هم تاسو د افغانستان څخه راوځې٬ افغان پوځ به وسله غورځوي. جنرال كياني هغه ته ووئيل هلته به ګند پرېدې او تاسو به راوځې، او مونږ پاكستان به د دغې د نتيجو سره مخ كيږو۔هغوي په دې نه پوهيدل۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې دا د هغوي بدترين تكبر ؤ۔ د جارج بش په حكومت كښې د هغه د سامراجانه رويې عكاسي ده. كله چې هغه ووئيل آيا تاسو زمونږ ملګرتيا كوې يا زمونږ مخالفت ؟ د نائن اليون نه پس د حيرانتيا او دا خندا بيان چې كه تاسو زمونږ د پاليسيو مرسته نه كوئ، نو تاسو به زمونږ خلاف ئې ٬ زه په افغانستان كښې د جنګي حل سره متفق نه ووم ، ځكه زه د طالبانو مرستيال وګڼلے شوم ٬ ځكه هغوي د دړد او تكليف په كيفيت كښې دي۔ زه د جنګي حل مخالف يم ٬ زه په خبرو اترو باور لرم ، د نړۍ د مسائلو حل جنګي لارې خپلول نه دي۔ زه د عراق جنګ مخالف ووم۔ كوم څه چې په عراق كښې شوي د هغې كه يو مقصد لرونكې تجزيه وكړې شي ، ما د جنګي ذريعو په استعمال په خپل هېواد هم اعتراض كړے ؤ ، لكه د مشرقي پاكستان مسئلې حل لپاره ما په جنګي حل باور نه لرلو، په افغان معامله ما په مسئله خپل ځان په امريكا كښې د كوم هم ناست كس نه زيات پوهه ګڼلو، ما په دې جنګ كښې په برخه اخستو په پاكستان هم اعتراض كړے ؤ۔ زمونږ د نائن اليون سره څه كار نه ؤ٬ القاعده افغانستان كښې وه۔ پاكستان كښې كوم هم وسله وال طالبان نه وؤ۔ پاكستان د دې جنګ سره څه تعلق لرلو ، په كوم كښې چې د يو هېواد 80 زركسان شهيدان كيږي۔ زمونږ ټوله قبائلي پټي تباه شوې وه
دغسې 35 لكه كسان بې كوره شوي وؤ ٬ زمونږ هېواد د نړۍ تر ټولو خطرناك ځاے ګرځول شوے ؤ. زمونږ معيشت د كمي ښكار شوے ؤ ٬ زمونږ معيشت ته د 150 اربه ډالره زيان رسېدلے۔ زمونږ كرنسي په 2008 كښې نيم په نيمه كمه شوې۔ مونږ لوئې زيان پورته كړے څه لپاره ؟ انجام دا چې په ځاے د دې چې د امريكا د اتحادي په وجه زمونږ وركړې قربانۍ ستئالې شوې وې خو د خپلو تېروتنو څخه پام اخوا كولو لپاره هغوي زمونږ نه د قربانۍ كډورې جوړوي او هم دا زمونږ لپاره تر ټولو زياته د تكليف وړ خبره ده. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې زما په خيال كله چې هم دا غصه ختمه شي او امريكې كښې دننه منطق زور ونيسي، نو هغوي به دې پلو په منطقي توګه سوچ كول شروع كړي چې پاكستان د دې هرڅه څنګه ذمه وار ګرځيدے شي. دا څنګه وشول چې ښه وسله لرونكي درې لكه افغان عسكر څنګه د جنګ نه غير وسله غورځوي۔ افغانان د نړۍ په بهادرو قامونو كښې شمېرل كېږي ۔هغوي ولي ونه جنګيدل، دا د پاكستان په سبب نه وؤ۔ داسې څنګه وشوه چې هغوي د لږې وسلې لرونكې 70 زره مليشيا په وړاندې وسله وغورځوله۔ پاكستان څنګه د هغوي مرسته كوله ٬ هغوي خو د كابل په سړكونو خپې ابله په موټر سائيكل چلولو تر نظره كېدل ، د دې موازنه دې د افغان ملي اردو سره وكړې شي۔ كه تاسو تجزيه وكړې چې داسې ولې شوي۔ نتيجه به دا وي چې څوك هم ذمه وار ګرځېدے شي خو پاكستان نه۔ وړومبۍ خبره دا ده چې افغانانو عمر له د بهرنۍ قبضې په ضد مزاحمت كړے، هغوي آزادي خوښي ذهنيت لري،هغه په بنيادي توګه يو آزادي خوښ قام دے. د هغوي كلتور زيات جمهوري دے۔هغوي بهرنې تسلط نه مني۔دويمه خبره دا چې د شپې په تياره كښې په بريد ، د فضا څخه په بريد او په كليو بريدونو كولو سره ګوريلا جنګ نه شي ګټلے كېدے٬ د اجتماعي زيان په وجه د امريكې په ضد كركه راپيدا كيدله او په دغه وسله والي ډلي زياتې شوې۔ زيات وګړي هغوي سره شريك شول ٬ د طالبانو تحريك په كلي والو سيمو كښې شهرت پيدا كړو ٬ دغه وجه ده چې هغوي بريالي شول او دا د پاكستان په وجه نه دې شوي۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان نكته نظر تر مخه چې مونږ د ټول شموله حكومت خبره كوو نو مونږ دا منو چې هر يو به ئې اومني او تر دې چې طالبان به هم. چې افغانستان كښې مختلفې نسلي ډلي آبادې دي ۔ د پښتنو آبادۍ 50 فيصده ده، بيا هلته تاجك يو لوي اقليت دے او دغسې ازبك دي ٬ هزاره دي او نور كوچني اقليتونه دي ٬ د يو ټول شموله حكومت مطلب دے يو مستحكم افغانستان، هغه وګړي كوم چې د افغانانو ښېګړې كښې خوښي لري او كوم چې د 40 كالو راهسې د شخړو سره مخ دي، څوك چې د هغوي ښېګړه غواړي او هغوي يو مستحكم افغانستان غواړي، د مستحكم افغانستان مطلب دا دے چې پكښې د ټولو نمائندګي وي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې زه به لږ وضاحت وكړم۔ وړومبۍ خبره دا چې د افغانستان د خيرخواه په حيث مونږ غواړو چې هغه مستحكم وي ٬ هلته يو ټول شموله حكومت وي۔ اوس هغه ټول شموله حكومت څنګه پكار دے ، په دې اړه په طالبانو رائې مسلط كول نه ده پكار ٬ ځكه چې دا به مداخلت وي، كه تاسو دا اووائي چې دا يا دا په حكومت كښې پكار دے يا نامه واخلې چې دا به لازمي وي په حكومت كښې نو دا به د هغوي په كورنيو چارو كښې لاس وهنه وي او زه دا ګڼم چې هغوي به په دې مزاحمت كوي۔ ځكه چې افغانان آزاد ذهنيت لري ، دا تصور چې هغوي به د بهر څخه څوك كنټرول كړے شي نو هغه كه امريكا وي يا پاكستان دا يو خيال خو كيدے شي خو داسې نه شي كيدلے ځكه چې د هغوي تاريخ دا ښائي، مونږ د خير خواه په توګه دا تجويز وركولے شو چې يو ټول شموله حكومت پكار دے. دا چې هغوي ته هدايات وركړې شي چې اے، بي يا سي په حكومت كښې شامل كړئ نو دا به مداخلت وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې اوګورئ خلق د افغانانو د كردار څخه خبر نه دي ٬ تاسو د افغانستان وګړي نه شي قابو كولے۔ تاريخ مونږ ته لارښوونه كوي، د افغانستان تاريخ دې وكتلے شي او د ټول هند تاريخ دې هم وكتلے شي، يو جنګ وي او څوك چې هغه جنګ ګټي هغه ټول هند قابو كوي،افغانستان كله هم داسې نه ؤ۔ زه دا بيا وايم چې هلته يو غير مرتكز جمهوري نظام رائج دے هغه ډير جمهوري خلق دي٬ هلته كوم جاګيردارانه نظام نه ؤ لكه څنګه چې په هند كښې ؤ ٬ ځكه د هند كنټرول كول آسان وؤ ، پښتانه قبائل د افغانستان نيمه آبادي ده او د دې يو په دوه زيات پښتانه دې پلو اباد دي۔هغوي تر ٨٠ كالو د برتانيې په ضد مزاحمت كړے ٬ برتانيې د ټول هند كنټرول ترلاسه كړے ؤ خو د پښتنو سيمو ، قبائلي سيمو كښې برتانيه تر ٨٠ كالو مزاحمت سره سره مخ وه ٬ ځكه افغانستان د بهر څخه كنټرول كيدے نشي۔هغوي دا مهال په سختو حالات كښې دي څوك هم چې د 20 كاله جنګ ، كورنۍ جګړې نه پس حكومت ترلاسه كړي ٬ هغوي مشكلات لري
وګړي دا ګڼي چې هغوي لوئې قربانۍ وركړې دي، زه دا تصور كولې شم چې د خپلو وګړو سره چاري ترسره كول به د طالبانو حكومت لپاره څومره مشكلې وي، ځكه كه زما نه دا پوښتنه كوئ ٬ چې څه به كېږي نو زه نه يم خبر چې څه به كېږي۔ زه دعا كوم او مونږ يوازې دعا كولې شو چې 40 كاله پس د افغانستان وګړو ته امن او استحكام ترلاسه شي ٬ خو په په دې نه يم پوهه چې څه به كيږي۔ زما په خيال مونږ د امريكې سره خبرې اترې كوو، زمونږ د استخباراتي ايجنسۍ مشر د امريكې خپل همڅنګ سره په تماس كښې دے ، زمونږ خارجه وزير د هغوي د خارجه وزير سره په رابطه كښې دے۔ د امريكې صدر سره د خبرې نه كېدو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ خبرې نه دي كړې، خو داسې كيدې هم نه شي تاسو ته معلومه ده داسې ولې ده۔ صدور او د رياست د مشرانو خبري اتري رسمي وي ، ځكه چې اصل كار د هغوي لاندي كار كوونكي وګړي كوي ځكه دا ضروري نه ده ۔ زه يو ځل بيا وايم چې دا وخت په صدر بائيډن فشار دے۔ په هوائي ميدان د خفګاني صورتحال په وجه په هغه ټكونه شوي۔ زما نكته نظر دا دے چې هغه څنګه پيشنګوئي كولې شوه چې دوه اوونۍ وړاندې به د هېواد صدر وتښتي او افغان پوځ به وسله وغورځوي،هغه څنګه پيشنګوئي كولې شوه، هغه دا پيشن ګوئي نه شوه كولې او نه طالبانو دا كولې شوه،ځكه د امريكا په اولس كښې په هوائي ميدان په رامخې ته شوي صورتحال او د طالبانو د قبضې په وجه زيات غبرګون رامخې ته شوے۔ اوس هغه سخت تنقيد سره مخ دے، ځكه زه هغه سره همدردي لرم، مونږ په دې پوهه يو كله چې يو كس د اولس او د ميډيا تنقيد سره مخ شي ۔دا په هغه منحصر ده چې هغه كله خبره كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او امريكې اړيكي په 50٬ 60 كلونو اډانه دي كله چې پاكستان د سيټو او سينټو غړے جوړ شوے ؤ او بيا د سوړ جنګ په مهال پاكستان د امريكې ملګرتيا كړې وه۔ اړيكو كښې لاندے باندے راځي۔ زما په خيال د افغانستان په اړه دا خبره مهمه ده چې امريكا دې كردار ترسره كړي۔ ځكه چې هغوي هلته 20 كاله پاتې شوي،كه هلته څه اړے ګړے راپيدا كيږي نو دا به د 1979 تاريخ بيا تازه كړي كله چې سوويت يونين هلته څخه لاړو او بيا امريكا هم لاړه۔ بيا په افغانستان كښې څه وشول ، قتل او غارت وشو چې پكښې ګڼ افغانان قتل كړے شول ، اففانستان كښې د بشپړه اړي ګړي صورتحال ؤ۔دې لپاره ټولو له او په خاص توګه زمونږ لپاره او نورو ګاونډيانو له له به دا كول وي ٬ ځكه چې مونږ ټول به ځپلے كيږو او په داسې صورتحال كښې به د امريكې سره څه پاتي شي چې 20 كاله پس او د 2 ټريليونه ډالرو څخه د زياتو په مصرف كولو او د نورو ګڼو قربانيو ضائع كيدو نه پس هلته يو ځل بيا بحران راپيدا شي او د بحران په صورت كښې به نړيوالو ترهه ګرو ته خوندي د پناه ځايونه ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل چې په كال 2014 كښې زمونږ امنيتي اهلكارو شمالي وزيرستان كښې يو لئېئ آپريشن كړے۔په دغه آپريشن كښې د ټي ټي پي وګړي كومو چې پاكستان كښې ترهه ګري كوله ٬ هلته څخه په تېښته افغانستان ته تللي ۔ هلته نه يوازې نورو استخباراتي ايجنسو بلكه د هند استخباراتي ايجنسۍ را هم د هغوي مرسته كړې او هغه ئې په پاكستاں كښې بريدونو لپاره استعمال كړي۔ وزيراعظم ووئيل چې د تېرو څو كلونو په مهال په دې بريدونو كښې كمے راغلے ۔ ټي ټي پي په پاكستان كښې په كار كوونكو چينائي وګړو بريدونه كړي او بلوچستان كښې ئې هم څه بريدونه كړي۔ د تيرو 40 ورځو راهسې په دې بريدونو كښې زياتوالې راغلے خو صورتحال د وړاندې په شان نه دے ځكه چې زمونږ امنيتي ځواكونه زيات منظم او تجربه لرونكي دي او 15 كلونو كښې پاكستان د ترهه ګرۍ مقابله كښې د كوم هم هېواد څخه زياته تجربه ترلاسه كړې او څنګه چې نړۍ ته معلومه ده چې زمونږ استخباراتي ايجنسي د نړۍ ښه ايجنسي ده نو مونږ باور لرو چې د دې مقابله به وكړي۔ وزيراعظم د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې فرق دا دے چې پاكستان كښې اسلامي حكومت دے۔ طالبان د چا په خلاف جنګيږي ، هغوي په افغانستاں كښې د جهاد اعلان كړے ځكه چې هغوي ووئيل هلته غير ملكيانو او د هغوي د شراكت دارو تسلط دے۔ پاكستان كښې په ابتدا كښې ټي ټي پي به هم ووئيل چې مونږ د امريكنيانو شراكت دار يو او هغه مجاهدين كوم چې د سوويت يونين په ضد جنګ لپاره تربيه شوي وو هغوي هم داسي ګڼله او په مونږ ئې بريدونه كول چې له امله ئې زمونږ 80 زره ځاني زيان شوے او دې سره په پاكستان كښې ډرون بريدونه هم شوي۔ وزيراعظم ووئيل چې زه دا واضحه كوم ۔ د ترهه ګرۍ مقابله كولو لپاره ډرون بريدونه زما په خيال كښې د عقل تر مخه نه ؤ۔ ځكه چې په يو كلي كښې چاؤدنه وشي نو زيات زيان ورسره كيږي او لكه څنګه چې مونږ په كابل كښې وكتل د ډرون نخښه صحيح نه وه،دې لپاره دا ناوړه تګلاره وه ځكه چې په ډرون بريدونو كښې ممكن ده چې ځيني عسكريت خوښي وژلې كيږي خو دې سره د شوي زيان په سبب د امريكې مخالف جذبات رامخې ته شول او بدل اخستو لپاره د پاكستان په رياست بريدونه پيل شول۔د دې په نتيجه كښې وړومبۍ خبره دا ده چې د عسكريت خوښو شميره زياته شوه ځكه چې د چا په كلي كښې د چا د عزيز ژوند ته زيان رسي نو هغه د عسكريت خوښو سره شاملبږي او دغسې دعسكريت خوښو شميره زياته شي او ځكه د دې عمل زيان شوے او پاكستان د ډرون بريدونو په نتيجه كښې د غبرګون سره مخ شو۔ اوس كوم ډرون بريدونه نه كيږي ځكه چې هغه وخت مونږ شراكتدار وؤ۔اوس صورتحال د وړاندې په شان نه دے او اوس په هغوي كښې په پاكستان د بريد لپاره كوم تحريك نشته چې هغوي په پاكستان بريد وكړي۔ وزيراعظم ووئيل چې افغانستان كښې چې څه هم كيدل اوس پاكستان كښې صورتحال په مكمل ډول مختلف دے ۔ حقيقت دا دے چې ځيني د پاكستانو طالبانو ډلې زمونږ د حكومت سره د امن او مصالحت لپاره خبرې اترې كول غواړي او مونږ د ټي ټي پي ځينې ډلو سره خبرې كوو، ټي ټي پي مختلف ډلې لري، مونږ د مصالحت هڅه كوو، خبرې اترې په افغانستان كښې كيږي، مونږ به هغه بخښو او هغوي به د عامو وګړو په شان ژوند كوي۔ زه يو ځل بيا دا خبره كوم چې زه په پوځي حل باور نه لرم، زه د پوځي حل په ضد يم،ځكه زه د سياستدان په توګه په دې خبره باور لرم چې سياسي حل د مخ په وړاندې تللو يواځنۍ لاره ده او ما د افغانستان په اړه عمر له داسې وئيلي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې زما په خيال كښې د هغوي بريدونه وختي دي،مونږ خبرې اترې كوو، كيدې شي چې په څه نتيجه ورسو خو مونږ خبرې اترې روانې ساتلې دي،مونږ د بلوڅ عسكريت خوښو سره هم خبرې اترې كوو او سياسي حل لپاره هڅې كوو كوم مونږ سره مصالحت كول غواړي۔ د هند په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې د بشري حقونو ډلې څه كوي،مونږ په هره كچه معاملې رامخې ته كوو او د بشري حقونو په ضد روانو ظلمونو مخنيوي لپاره فشار زياتوو، نه يوازې هند كښې بلكه د مسلمانانو په ضد چې څه هم كيږي بلكه په خاص توګه مقبوضه كشمير كښې چې څه كيږي، مونږ به دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په فورم او د نړيوالې ميډيا پشمول په هر فورم پورته كوو ځكه چې تاسو ته معلومه ده چې خلق د طالبانو د بشري حقونو څخه د سرغړونو خبره كوي خو زه دا منم چې تاسو فرق ونه كړئ كوم څه چې په كشمير كښې كيږي د هغې په اړه هم خبره پكار ده چرته چې 90 لكه هندي عسكر 80 لكهه كشميريان په يو زندان كښې اچولي دي۔ زه ګڼم چې په دې اړه يو ډول پاليسي وي،كله چې د بشري حقونو په اړه د فرق سلوك كيږي نو دې سره د هغوي ساكھ ځپلې كيږي۔ زه په دې اړه قوي مؤقف لرم چې نړيواله ورورولي او طاقتور هېوادونه كوم څه چې په كشمير كښې كيږي په دې اړه بايد خبره وكړي۔ دا ډول فشار زياتيږي،لكه څنګه چې ختيز تيمور كښې شوي. وزيراعظم ووئيل چې چا سره څوك اتحاد لري ،تاسو د بشري حقونو د زياتيو څخه نظر ګرځوئ او د هغوي د پام مركز د هغه مخالف هېواد وي او تاسو د بشري حقونو د زياتو تذكره نه كوئ، نو ستاسو ساكهه ځپلې كيږي۔ بل دا چې د بلاكس جوړولو هڅه كښې نړۍ چې د څه څيز څخه بچ كيدل غواړي يعني يو بل سوړ جنګ دے۔ مونږ د امريكې او سوويت يونين ترمينځه سوړ جنګ كتلې دے، نړۍ په دوه كيمپونو كښې تقسيم شوې وه، زه خواهش لرم چې بيا چېرې داسې ونه شي ځكه چې د منقسم نړۍ په مقابله كښې مرستې او تګ راتګ څخه ډير څه ترلاسه كيدې شي۔ د چين او پاكستان اړيكو په اړه وزيراعظم ووئيل چې زما وزيراعظم لي سره خبرې شوې دي۔ زما خيال دے چې كله راهسې كورونا راغلې صدر شي خپل ځان محدود كړے، ګني هغه پاكستان ته راتللو، دا مهال هغه د چين څخه بهر چرته نه دې تللے،زما خيال دے چې سباؤن كښې به زما د صدر شي سره ملاقات وشي۔ مونږ چين سره قوي اړيكې لرو او دا وخت سره سره لا قوي كيږي۔ د پاكستان چين اړيكي 70 كاله پخوانۍ دي۔ د ټول نشيب و فراز باوجود دا ملګرتيا په هر سخت وخت كښې آزمائيلې شوې ده۔ د سي پېك پروژې په اړه وزيراعظم ووئيل چې اوسنيو كښې زمونږ د جي سي سي غونډه شوې، كار په سم پلو مخ په وړاندې روان دے۔ د بده مرغه د كورونا وباء نړۍ كښې په لويه توګه خنډان راولاړ كړي دي ، په خاص توګه زمونږ رابطې ځپلې شوې دي۔ زه چين ته تلم او صدر شي دلته راتللو خو دا هرڅه ځپلې شوي۔ د ګرانې په اړه وزيراعظم ووئيل چې يوازې پاكستان نه ، د كورونا وباء ټوله نړۍ ځپلې ده، نړۍ كښې د څيزونو بيعه زياته شوې، اصل كښې د نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان كښې اوس هم آرزاني ده۔ د ځينې پرمختلليو هېوادونو په شان پرمختګ كونكي هېوادونه هم ځپلې شوي، هند ته اوګورئ،هلته غريبي نوره هم زياته شوې،د څيزونو په بيعه كښې د زياتوالي له امله پاكستان هم ځپلې شوے، اصل كښې په پاكستان كښې ګراني د درآمد كېدونكو څيزونو په وجه ده، په تيرو 5 مياشتو كښې د خوراكي تيلو بيعه كښې 80 فيصده اضافه شوې، پاكستان خوراكي تيل درآمد كوي او د بده مرغه مونږ غنم هم درآمد كوو، د غنمو بيعه زياته شوې، د ټولو څيزونو بيعې زياتې شوې دي، پام آئل كوم چې 70 فيصده استعماليږي، درآمد كيږي. د دې بېعه يو په دوه شوې ده۔ زمونږ افراط زر د درآمد په وجه دے. دې سره خلقو لپاره ستونزي پيدا كيږي، خو دا عارضي صورتحال دے، مونږ دا ګڼو چې رسد زياتېدو سره به صورتحال ښه شي۔(SFA/AMR/ZIA 1630)

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس