اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) حکومتي اتحاد كښې شاملو ګوندونو د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په جلسه كښې د وسله والو ځواكونو او د هغې د قيادت په ضد د كركې خپرولو او حساس پيشه وره چاري د متنازعه كولو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي ټول قام د سيلاب ځپلېو سره ولاړ دے ٬ دغسې كركه ، انتقام او تکبر كونكے عمران خان د وسله والو ځواكونو پشمول د قامي ادارو او اولس سره جنګ كوي او په هغوي سخت تورونه لګوي چې مقصد ئې د معاشي بحالۍ عمل متاثره كول او د پاکستان څخه سري لنکا جوړول او اولس د پوځ سره جنګول دي ۔د آئين او قانون په طاقت سره به دا ناوړه سازش ناکامه كولې شي او د سازشيانو به د آئين او قانون له مخې مقابله كولې شي۔د ګل په ورځ شريك بيان كښې حکومتي اتحادي ګوندونو ووئيل پاکستان به د آئين له مخې چلېږي،او كوم يو كس له به د دې اجازه ورنه كړے شي چې په هېواد كښې دا ډول انتشار راپيدا كړي۔ د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ كښې وفاقي او صوبائي حکومتونه د ادارو سره په ګډه هېواد كښې د سيلاب ځپليو مرسته كوي دغسې بل پلو پاك پوځ د ترهه ګرۍ په ضد په بهادرۍ او مړانه جنګ كوي چې پكښې د پوځ افسران او ځوانان شهيدان كېږي۔په يوه داسې موقع كله چې ټول قام د ترهه ګرۍ مخنيوي ، معاشي استحکام ، د سيلاب ځپليو مرستي او بحالۍ په ايجنډه يو دے او يو غږ لري ، په داسې وخت د يو كس هره ورځ قامي اتحاد ته د زيان رسولو لپاره دروغ وائي او د تورونو د لارې پرله پسې كركه خپروي۔
د معيشت بحالۍ ، د قامي ګټې تحفظ، د وسله والو ځواكونو پشمول د قامي ادارو احترام ، د سيلاب ځپليو مرستې او ريليف عمل ته د زيان رسولو اجازه به چا له هم ورنه كړے شي۔ حکومتي اتحاد كښې د شاملو ګوندنو شريك بيان
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری