پیندي 21 مئي (اے پي پي)پاك پوځ په ټول پاكستان كښې د سختۍ ګرمۍ له امله په سيمو كښې هېټ سټروك رېليف سنټرې جوړ كړې دي۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په سپارښتنه په ټول هېواد كښې د هيټ ويو څخه ځپليو سيمو په خاص توګه تهر او چولستان صحرائي سيمو٬سندھ(كراچۍ)٬حېدر آباد٬ګدره٬ميرپور خاص٬بدين٬دادو كښې 27 هيټ سټروك كېمپ او بلوچستان كښې هيټ سټروك رېليف سنټرې جوړې كړې دي۔د آئي اېس پي آر له مخې د پنجاب په ښارونو كښې هم هيټ سټروك رېليف سنټرې جوړې كړې شوي دي چرته چې عام خلكو ته د پاك پوځ د ډاكټرانو او پيرامېډيكس د لارې ضروري طبي مرسته وركولې كېږي۔په دې مركزونو كښې ټول ضروري طبي آسانۍ او داروګان وركړې شوي دي۔په دې مركزونو كښې د اوبو كمې او ګيسټرو كښې بوښت رنځورانو درملنه كېږي
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل