اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي وفاق او صوبې به په ګډه د پ??ليو غونډې رنځ خاتمه كوي ??و د ماشومانو سباؤن به محفوظولے شي۔د جم??ې په ورځ د پ??ليو مخ نيوي كمپائن په پېل د وېنا كولو په مهال وزيراعظم پوليو وركرز او امنيتي ځواكونو ځوانانو ته هم پیرزوئنې وړاندې كړې څو?? چې د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو خپله وظيفه ترسره كوي۔په دې موقع وزيراعظم ماشومانو ته د پ??ليو څاڅكي وركولو سره د پ??ليو مخ نيوي كمپائن پیل وكړو۔د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټيل٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اونګزېب ??و د سندھ اعلٰی وزير مراد علي شاه هم په دې موقع موجود ؤ ۔وزيراعظم ووئيل پوليو خطرناك رنځ دے كوم چې ماشومان د معذورۍ سره مخ كولې شي ځكه ټول والدين دې خپلو تر پنځو كلونو ماشومانو ته د پ??ليو نخ نيوي څاڅكي لازمي وركړۍ۔وزيراعظم ووئيل د ټولې نړۍ نه پوليو ختمه شوې٬په پاكستان كښې هم دا رنځ ختم شوے ؤ خو د بده مرغه په ځينو سيمو كښې پوليو بيا رامخې ته شوې۔وزيراعظم د دې عزم څرګندونه وكړه چې وفاق او صوبې به په ګډه د پ??ليو خاتمه وكړي او اجتماعي بصيرت او قوت كارولو سره به د ماشومانو سباؤن محفوظ كړي۔وزيراعظم د پ??ليو وركرز ته هم پیرزوئنې وړاندې كړي څو?? چې په پاكستان كښې هر ډول حالات ??و دشوار سيمو كشې ماشومانو ته كور په كور د پ??ليو مخ نيوي څاڅكي وركوي۔وزيراعظم د خپلې وظيفې ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو د امنيتي ځواكونو ځوانانو ته هم د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل ټول قام د هغوي قربانو ته سلام كوي۔وزيراعظم د روغتيا وفاقي وزير٬د سنده وزيراعلٰی٬د ټولو صوبائي حكومتونو پشمول د كشمير او ګلګت بلتستان هم مننه وكړه چې هغوي د پ??ليو په ضد كمپائن كشې بشپړ كردار ادا كوي۔ده ووئيل په دې خير كار كښې د برخه اخستونكو ټولو ادارو او تنظيمونو هم مننه كوم۔وزيراعظم ووئيل مونږ به په اجتماعي هڅو ??و د لوي څښتن په فضل او كرم د دې رنځ خاتمه كوو
مور او پلار دې خپلو ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي ضرور وركړي٬د دې رنځ په خاتمه به د ماشومانو سباؤن محفوظ شي۔وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ