اسلام اباد۔ 29 نومبر (اے پي پي) لوك مېل?? شكرپړياں لوك ورثه كښې روانه ده چر??ه چې د خېبر پښتونخوا هنرمندو د لاسو جوړو څيزونو نندارتون په زړه پرېي ډول روان دے ۔ د لوك ورثه تر اهتمام لاندې په روانه لوك مېله كښې د هېواد بېلو سيمو زړه راكښونكے كلتور كتلو له د غبرګو ښارونو پېنډۍ او اسلام آباد ګڼ شمېر وګړو د راتللو لړۍ روانه ده۔ دلته مينه والو لپاره رنګ رنګ سامان او روايتي خوراكونه موجود د??۔ دغسې د پنجاب ٬ بلوچستان ٬ خېبر پښتونخوا ٬ سندھ ٬ آزاد كشمير او د ګلګت بلتستان په پوېلينز كښې د دغې سيمو كلتور وړاندې كولې ش??۔ د خېبر پښتونخوا پوېلين خپل يو خوند دے ٬ په كوم كښې چې د صوبې د بېلو منطقو سره تعلق لرونكي 25 نه زيات د لاس څيزونو جوړونكي موجود د??۔ د حېرانتيا خبره دا ده چې يو شمېر سټالونه مېرمنو لپاره بېل كړے شو??۔ د خېبر پښتونخوا پوېلين دوره كوؤنكي د روايتي كباب مزه هم اخلي۔ په پوېلين كښې د صوبې روايتي خوراكونه هم وړاندې كولې شي لكه سيخ كباب٬ كړھائي او قهوه ۔ نزدې يوه حجره جوړه كړې شوې چر??ه چې پښتون لوك موسيقي وړاندې كولې ش??۔ دا مېله به تر 4 دسمبر دوام لري۔
لوك مېله كښې د خېبر پښتونخوا د هنرمندو د لاس جوړو څيزونو نندارتون په زړه پوري ډول روان دے ٬ غبرګو ښارونو څخه د وګړو مېلې ته د راتللو لړۍ روانه ده
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج