اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي)پاكستان د افغانستان اولس لپاره 7 ټركه د مرستې سامان افغان چارواكو ته سپارلے دے۔دا مرسته د افغانستان اولس لپاره د انساني مرستې په بنياد د شورو په ورځ د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف په طورخم پوله افغان چارواكو ته سپارلې ۔په دې موقع د افغانستان لپاره د پاكستان خاص نمائنده محمد صادق هم موجود ؤ ۔د افغانستان د اړخه د منيجمنټ لپاره ډپټي وزير قاري عنايت الله ٬ د پاك افغان پولې كوآرډينېټر قاري ثابت٬ډپټي كمشنر طورخم قاري نذير دا مرسته وصول كړه۔پاكستان تسلسل سره په نړۍ زور راوړي چې د خوراك٬داروګانو او د ضرورت نور سامان پوره كولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړي دغسې چې په افغانستان كښې د تسليم شوي حكومت په غېر موجودګۍ كښې افغانان د كومو سختو سره مخ دي هغې څخه خلاص كړے شي۔وزيراعظم عمران خان وړاندې څخه د افغانستان لپاره 5 اربه روپۍ پېكج اعلان كړے دغسې 50 زره مېټرك ټنه غنم هم په دې كښې شامل دي۔پاكستان د خېرسګالۍ جذبې ترمخه هند څخه افغانستان ته د غنمو وړولو اجازه هم وركړې۔د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكتر معيد يوسف د طورخم دورې په حقله په خپل ټوېټ كښې وئېلي دي د روانې اونۍ په پېل كښې وزيراعظم عمران خان د رابطه سېل اپيكس كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره كمېټۍ ته سپارښتنه كړې چې د پولې دورې كولو سره تجارت او رابطو كښې ولاړ خنډان لرې كولو له اقدامات وكړي۔ده ووئيل طورخم د مينځني آسيا رياستونو روس او د ايروشيا تر ګرمو اوبو رسنې له د مرستې لپاره د سباؤن ګيټ وے دے۔ده ووئيل جيو اكنامك يو حقيقت ؤ او د پاكستان حكومت پخپلو هڅو دې تصور له د حقيقت شكل وركړو۔د كوم مثبت اثر به چې په هر پاكستاني په راتلونكي وخت كښې پريوځي۔ده ازبك هم څنګ سره د طورخم دورې حواله وركړه چې پكښې د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم دوي سره ملګرے ؤ ۔چرته چې د ازبك يارن وړومبے كېپ په پوله وصول كړے۔ده ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې مونږ ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه لوظ نامې وكړو۔
پاكستان د افغانستان اولس لپاره 7 ټركه د مرستې سامان افغان چارواكو ته وسپارلو
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ