اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په ښكاره ډول وئيلي دي د ټاكلي جمهوري حکومت ختمول او د هېواد او قام د خپلواكۍ په ضد سازش به په هيڅ صورت کامياب نه كړے شو۔قام به سازش کوونكې د هغوې ملګرتيا كوونكې چرې هم هير نه كړي او نه به ئې اوبخښي، ضمير خرڅوونكې او د هېواد سودا کوونكې د اوسني دور مير جعفر او مير صادق دي ،په هېواد كښې دننه او بهر ناست ځينې وګړي او په لندن كښې ناست تښتيدلې د جمهوري حکومت په ضد د سازش برخه دي ، يو هېواد د اړخه دهړكې وركونكے پيغام د 22 کروړه اولس په ضد دے ، د اتوار په ورځ به په تحريك عدم اعتماد د رائے شميرې نتيجه چې څه هم وي تر آخري بال به مقابله كوم ، استعفيٰ نه وركوم، د قامي سلامتيا او قام په خپلواكۍ به كومه سمجھوته ونه شي ، خپلواكي د يو آز??د قام نخښه ده، نه به د چا په وړاندې سر ټيټ كړم او نه به د قام سر ټيټيدو له ورنه كړم ، قام به غلامۍ ته نه پريږدم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ټيلي ويژن قام ته خپله وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم وو??يل د پاکستان اولس ته د هېواد د سباؤن په اړه مهمې خبرې له خطاب كوم، ځكه ما د يو ريكارډنګ په ځائې نيغ په نيغه د خطاب کولو پريكړه كړې ۔ده وو??يل پاکستان دا مهال يو نازك دور څخه تيريږي، زمونږ په وړاندې دوه لارې دي،په دې كښې به مونږ له يوه ټاكل وي۔ وزيراعظم عمران خان د دهړكې وړ مراسلې ذکر کولو سره وو??يل ما د هېواد ګټې لپاره د آزادې خارج?? پاليسۍ بنياد اېښودے ، د آزادې خارج?? پاليسۍ مقصد د كوم هېواد په ضد تلل نه وؤ خو مونږ له يو هېواد د دهړكې وړ پيغام راكړے ، د عدم اعتماد تحريك د هغه هېواد چارواكو ته د وړاندې څخه معلومه ؤ، پيغام كښې د عدم اعتماد تحريك په هر صورت کاميابولو وئيلي شوې، پيغام كښې وئيلي شوې چې عمران خان نه علاوه چا څخه كومه مسئله ن??ته ، عدم اعتماد تحريك کاميابيدو په صورت به هر څه سم شي خو عدم اعتماد تحريك د ناکامۍ په صورت سختي دهړكې وركړې شوې۔ وزيراعظم وو??يل په هېواد كښې دننه او بهر موجود ځينې كسان د دې سازش برخه دي ،په لندن كښې ناست تښتيدلے كس هم د دې سازش برخه دے۔ده وو??يل د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې د دې مراسلې په معامله د عسکري قيادت پشمول د ټولو سره تفصيلي مشاورت شوے۔ وزيراعظم وو??يل ټول قام د كرپټ ډلې د سياست تماشه ګوري۔ وزيراعظم وو??يل تيرو حکمرانانو قام ګمراه ك??ے، پاکستانيان په نړۍ كښې په زندانونو كښې اچولې شوي،كوم پخواني حكمران د هغوې د خوشي كولو خبره نه ده كړي،پرمختلليو هېوادونو كښې قانون ټولو لپاره يو ډول دے ، د بده مرغه پ?? پاکستان كښې د طاقتور او کمزورې لپاره جلا جلا قانون دے ۔ وزيراعظم وو??يل شريفو وروڼو د مشرف په دور كښې اين آر او اخستو سره د اربونو روپو کيسونه بخښلي، ما ته په اپوزيشن كښې د شامل کرپټ وګړو د اربونو روپو علم شته، د دې كرپټ ټولي بهرني مشران خوښ دي، کرپټ ټولے د خپلواكۍ خبره نه كوي ځكه چې د هغوي په اربونو روپۍ بهر پرتې دي، ده ووئېل د نواز او زرداري په دور كښې 400 ډرون بريدونه شوي ، ډرون بريدونو كښې كن بې ګناه وګړي په نخښه شوې۔ وزيراعظم د وکي ليکس ذکر کولو سره وو??يل فضل الرحمان هغه وخت د امريکې سفير ته وئيلي وو موقع راكړه زه هم خذمت كولې شم۔ده وو??يل ډان ليکس كښې نواز شريف د پوځ په ضد د پيغام وركولو هڅه كړې۔ وزيراعظم وو??يل آصف زرداري امريکې ته و??يل ډرون بريدونو كښې وكړي مري نو مړه دې شي څه فرق نه پريوځي۔ده وو??يل شهباز شريف وئيلي عمران خان ابسوليټلي ناټ ولي وئيلے ۔ وزيراعظم د خپل خطاب په پيل كښې وو??يل قام ته و??يل غواړم چې سياست له ولي راغلے يم۔ هغه د برصغير د تاريخ حواله وركولو سره وو??يل زه د سياست طالب علم وؤم ، ما د ټولې نړۍ سياست لوستے ، د پاکستان مؤسس قائداعظم محمد علي جناح په برصغير كښې لوي اهيت لرؤ ، سياست كښې د قائداعظم په شان لارښود زما آئيډيل دے، هغه د ناروغۍ په حالت كښې هم د پاکستان مقدمه كوله۔ وزيراعظم وو??يل لوي څښتن زما ملګرتيا كړې٬ ما سره هر څه ??ته ، شهرت ??ته ،روپۍ ??ته ، زما مور او پلار په يو غلام هېواد كښې زيږدلې وؤ خو زه په يو آزاد هېواد كښې زيږدلے يم ٬ په دې زه ډير خوش قسمته يم۔ ده وو??يل خپلواكي د يو آز??د قام نخښه وي، خپلواكه وګړي د انګريزانو غلامي نه خوښوي۔ وزيراعظم وو??يل د پاکستان د جوړيدو مقصد اسلامي فلاحي رياست جوړيدل ؤ ، لا اله الا اللہ انسان د نړۍ د غلامۍ څخه آزادوي۔ده وو??يل سياست كښې د راتللو مقصد هېواد اسلامي فلاحي رياست جوړول وؤ ،كله چې ما سياست پيل كړو نو هغه وخت څخه انصاف، انسانيت او خپلواكي زما سياسي منشور ؤ۔ده وو??يل سياست كښې د ضرورت په ځائې نظريئې بايد مقدم وساتلې شي٬ وزيراعظم وو??يل روپو ته سجده كول تر ټولو لوئ شرك دے ۔ ده وو??يل لوي څښتن مونږ له ډير څه راكړي خو مونږ د هغې په كارولو نه پوهيږو۔ وزيراعظم يادګېرنه وكړه چې په تير وخت كښې د سوئيلي كوريا پوهان پاکستان ته زدكړې له راغلې وؤ،لوئ څښتن مونږ له زيات صلاحيتونه راكړي۔ده وو??يل د اقبال د شاهين تصور د انسان خپلواكي رامخې ته كوي، هغه قامونه پرمختګ كوي كوم چې د هر څه مقابله كولې شي،مونږ د آسانې لارې په خپلولو خپلې ستونزي زياتي كړي۔ وزيراعظم په ښكاره ډول وو??يل نه به چا ته سر ټيټ كړم او نه به د قام سر ټيټيدو ته پريږدم، د خپلواكۍ مطلب كوم قام ته سپكې تور و??يل نه دي۔ ده وو??يل ما ختيز او لويديزې ټولنې په غور سره ليدلي، نائن اليون كښې كوم پاکستانے ككړ نه ؤ، مونږ عمر له د ترهه ګرۍ په ضد يو، مونږ بايد د امريكې د جنګ برخه نه وو ګرځيدلې۔ده وو??يل د 80 د لسيزې راهسې پاکستان د امريکې د جنګونو برخه ګرځي، د امريکې د جنګ په وجه 80 زر?? پاکستانيانو د ژوند څخه لاس وينځلي ، د پاکستان قبائلي سيمه د هېواد تر ټولو امناكه برخه وه ، اندازہ نه شي كيدې چې د امريکې د جنګ په وجه په قبائليو څه تير شوي ، سادہ مزاج وګړو ته وئيلي شوې چې د سوويت يونين په ضد جنګ جهاد دے، قبائلي اولس د هېواد لپاره تر ټولو زياتي قربانۍ وركړي،د امريکې په جنګ كښې دومره قربانيو وركولو باوجود پاکستان ته څه ترلاسه شوي ؟۔ ده وو??يل د امريکې په ډرون بريدونو كښې ګڼ بې ګناه وګړي په نخښه كړې شوي ،ما عمر له د امريکې په جنګ كښې د شريكيدو مخالفت ك??ے، ما د امريكې د جنګ په ضد مظاهرو كښې برخه اخستي ، افغان جهاد ختميدو سره امريکې پ?? پاکستان بنديزونه لګولې وؤ،زمونږ پخواني حکومتونه د امريكې په جنګ كښې په شرکت كولو په جرم كښې برابر شريك دي۔
ټاكلے جمهوري حکومت ختمول او د هېواد او قام خپلواكۍ په ضد سازش به په هيڅ صورت کامياب نه شي، قام به سازش کوونكې او د هغوې ملګرتيا كوونكې هير نه كړي او نه به ئې وبخښي۔د وزيراعظم عمران خان قام ته خطاب
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی