اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي كه عمر??ن خان له “لائسنس ټو کِل” وركړې نو 22 كروړه اولس ته به “لائسنس ټو کِل وركول وي، هې??اد سره په دښمنۍ كولو چا ته ر??ليف وركول د ترهګرۍ د ډاډګيرنې مترادف ده ، عمر??ن خان د نېب په تاريخ كښې د جسماني ريمانډ وړومبے تورن دے چې په 48 ساعتو كښې ئې سماعت ولګېد٬ د رنځورانو٬ پوليس،جوماتو، سکول،روغتونون د سوځولو او د شهيدانو او د غازيانو د يادګار په بې حرمتۍ به انصاف څوك كوي؟ عمر??ن خان ته ر??ليف وركول به هې??اد سره زياتے وي۔ د زيارت پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال وفاقي وزېرې ووئيل عمر??ن خان د 60 اربه ر??پو په كرپشن كښې نېب په قانوني طريقه نيولے او احتساب عدالت ته ئې وړاندې كړے٬ په دې په تېرو دريو ورځو كښې د هې??اد دننه وسله والې ډلې او ترهګرو په حساس ادارو٬ رياستي املاك٬ جوماتونو ٬ روغتونونو او سكولونو بريدونه كړي٬ د تحريك انصاف مشرانو دغه ډلې په تشدد لمسولي٬ دې ووئېل د عمر??ن خان په دور كښې د هې??اد درې ځل ??اتې شوے وزيراعظم نواز شريف، پخوانے صدر آصف علي زرداري، شاهد خاقان عباسي، رانا ثناء الله، سلمان شهباز، حمزه شهباز، مفتاح اسماعيل او د نورو خوېندې او لوڼه د تورو تمبو شاته كړې شوي ٬ په هغوي ناسمې مقدمې جوړې كړې شوې٬ ھغه وخت چا نوټس نه دې اخستے۔ دې ووئيل د عمر??ن خان چې كله عدالت د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړو نو په زمان پارك كښې د پوليس د پټرول بمونو د لارې هركلے وشو۔ وفاقي وزيرې ووئېل په اوسني تشدد كښې د كور كمانډر كور سوځولے شوے٬ د اېمبولنس نه ر??ځوران بهر كړي او سوځولې شوي ٬ جوماتونه٬ سكولونه او مېټرو سټېشن ته تيلي ورته كړے شوي ، دې ووئېل كه دې ترهګرو له وړاندې سزا وركړې شوې وه نو نن به هې??اد په لمبو كښې نه ٶ۔ د رانا ثناء الله كور سوځولے شوے٬ په دې چا نوټس نه دې اخستے ٬ آيا ھغوي د پاكستان وګړي نه دې او آيا كور كمانډر د دې هې??اد وګړے نه دے؟ دې ووئېل په كوم پوليس اهلكارو چې سرونه مات شوي آيا ھغوي د دې هې??اد وګړي نه دي ؟ دې ووئيل نن هم په دې هې??اد دښمنۍ هند كښې خوشحالۍ كېږي، په تېرو 75 كالو كښې چې كوم كار دښمن ونه كړو ھغه عمر??ن خان كړے۔ دې ووئيل عمر??ن خان د نېب تورن دے او په القادر ټرسټ کرپشن کېس كښې نيولے شوے كوم چې په رېمانډ دے۔ دې ووئيل القادر ټرسټ کرپشن کېس اوپن اينډ شټ کېس دے٬ عمران دې په دې كېس كښې د نېب سرعه ځواب وركولو ته پرېښودلے شي٬ په دې تحقيقات روان دي۔۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب وفاقي وزيرې ووئيل وسله والې ډلې زمونږ جوړې كړې موټروېز سوځولي٬ رورغتونونو ٬ سكولونو او جوماتو ته ئې تيلې ورته كړي ۔ دې ووئيل عمر??ن خان څخه د دې پوښتنه پكار ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئېل د پارلمان په بر لاسي كښې څوك مداخت نشي كولے، د پارلمان برلاسي كښې مداخلت د آئين ماتولو مترادف دے، كه د پارلمان د پي اے سي او د پارلماني كمېټو رېكارډ طلب كېږي نو ھغه د پارلمان د قانون له مخئ وي٬ د پارلمان په قانون سازۍ يا كاروائۍ كښې مداخلت د آئين سپكاوي او د آئين ماتولو مترادف دے
كه عمران خان له “لائسنس ټو کِل” وركړې نو 22 كروړه اولس ته به “لائسنس ټو کِل وركول وي٬ عمران خان ته ريليف وركول به هېواد سره زياتے وي۔ مريم اورنګزېب
UG sports online entertainment website
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania