اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د محسن نقوي د لنډ مهاله وزيراعلی په حېث تقرري د يو پراسس بشپړېدو څخه ور??ست?? شوې ٬په دې اړه دالېكشن كمېشن پرېكړه په كوم هم فورم چېلنج كېدې نه شي٬ د عمران خان امریکا ،اسټېبلشمنټ مخالف بيانيه ختمه شوې ٬ يوه بيانيه يۍ باتې ده چې اقتدار راكړې ۔ ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته ??طاب كولو۔ د دفاع وزير ووئيل محسن نقوي ته ?? پنجاب د لنډ مهاله وزيراعلی په حېث د سوګند په پورته كولو مباركي وركوم٬ د ده په نګرانۍ كښې به پنجاب كښې كه لوي څښتن ته منظور وي سپېځلې ټاكنې وشي۔ دغسې الېكشن كمېشن ته هم مباركي وركوم كوم چې د آئين له مخې پرېكړه كړې ۔ ده ووئيل په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د آئين له مخې پرېك??ې شوې۔ ده ووئيل عمران خان يوه ناكامه منصوبه ده كوم چې يو وارې بيا سياست ته ??اتلل غواړي۔ ده ووئيل كه په تاريخي توګه وكتلے شي نو عمران خان چې كله هم د قامي اسمبلۍ غړے جوړ شوے نو استعفي ئې ورك??ې ش۔ يو اړخ ته په 8 ٬ 8 چوكو ټاكنې كوي ٬ بيا استعفی وركوي او بيا ټاكنې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د لنډ مهال وزيراعلی ټاكنه د يو پراسس بشپړېدو څخه ور??ست?? شوې ځكه د الېكشن كمېشن دا پرېكړه په كوم هم فورم چېلنج كېدې نه شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا مهال د پاكستان يو انچ زمكه هم د ترهګرو تر ولقې لاندې نشته٬ زمونږ د ګاونډيانو خاوره بايد زمونږ په ضد ونه كارولې شي۔ ده ووئيل د تېرو 40 كالو راهسې پاكستان افغان وګړو لپاره د پناه ځاے پاتې شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئ??ل ځايي حكومتونو ته ??ايد بشپړ اختيار وركړے شي او د زده كړو پشمول نورې څانګې دې هم ځايې حكومتونو سره پاتې ك??ې شي
د لنډ مهاله وزيراعلی د تقررۍ په اړه د الېكشن كمېشن پرېكړه په كوم هم فورم نشي چېلنج كېدې۔ د دفاع وزير خواجه آصف
Wizard of Oz APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال