اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د حکومت د اتحادي ګوندونو مشرانو آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې واك وزيراعظم شهباز شريف له وركړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اتحادي ګوندونو د مشرانو غونډه په وزيراعظم هاٶس كښې شوې٬ غونډه د آئيني تقرريو پحقله په يو نكاتي اېجنډا شوې٬ ټولو اتحادي ګوندونو د آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې اختيار وزيراعظم شهباز شريف له وركړے او په وزيراعظم شهباز شريف ئې د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئيلې دي تاسو چې كومه پرېكړه كوې مونږ به ستاسو سره ولاړ يو٬ پخواني صدر او د پيپلز پارټۍ شريك چيئرمېن آصف علي زرداري غونډې ته خپلې وېنا كښې وو??يل تاسو وزيراعظم ئې او آئين دا اختيار او استحقاق تاسو له دركړے٬ دغسې په مشاورت كولو اتحادي ګوندونو د وزيراعظم او وزيراعظم شهباز شريف په باور څرګندونه د اتحادي ګوندونو او د دوي د مشرانو مننه كړې ۔ په دې موقع د جے يو آئي (ف) امير مولانا فضل الرحمان وو??يل وزيراعظم چې كومه پرېكړه وكړي زمونږ ګوند به ورسره ولاړ وي او تائيد به ئې كوي۔ د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر خالد مګسي وو??يل م??نږ به ستاسو د پرېكړې سره په كلكه ولاړ يو۔ دغسې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وو??يل م??ا صاحب مونږ ستاسو د پرېكړې تائيد كوو٬ د اېم کيو اېم پاکستان ډاکټر خالد مقبول صديقي ووېيل م??نږ په تاسو بشپړ باور لرو٬ تاسو آئيني حق لرئ٬ تاسو چې مونږ سره مشاورت وكړو په دې مونږ ستاسو مننه كوٶ۔ ملاقات كښې اسلم بھوتاني وو??يل د آئين له مخې پرېكړه تاسو له كول دي او مونږ ستاسو د پرېكړې تائيد كوٶ٬ محسن داوړ٬ آفتاب شېر پاؤ وو??يل اختيار تاسو سره دے مونږ په تاسو باور لرو۔ شازين بګټي وو??ېل د پرېكړې واك مونږ تاسو له دركړے ٬ تاسو پرېكړه وكړې او مونږ ستاسو سره ولاړ يو۔ ملاقات كښې شاهد خاقان عباسي وو??يل د ټولو ګوندونو په وزيراعظم شهباز شريف د باور څرګندونه كړې او مونږ لپاره د وياړ خبره ده۔
د حکومت اتحادي ګوندونو مشرانو آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې واك وزيراعظم شهباز شريف له وركړو
Circus Joy APP download
APP77-231122
ISLAMABAD: November 23 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the leaders of Coalition parties. APP/TZD/FHA
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری