اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې بريد كوؤنكو سره به كله هم مذاكرات كولې نه شي٬ د كے پي وزیر اعلیٰ حد څخه تجاوز كوي او د موجوده صورتحال ذمه وار دے٬ د مظاهرچيانو لخوا په پوليس ډزې او شيلنګ وكړے شو ٬ په مظاهرچيانو كښې د افغان وګړو ني??ل كيدل انديښمن دي٬ د دې پلټنې كوؤ۔ د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده وو????ل په هېواد كښې د خپلو خلكو احتجاج بيله خبره ده ٬ په پوليس ډزې وكړې شوې او اوښكې بهوؤنكي ګېسونه هم وكارولې شول۔ 80 څخه زيات پوليس اهلكار ژوبل شوي دي۔ ده وو??يل كوم كسان چې احتجاج ته سولييز وائي هغوي دې وګوري چې د شرخوښو لخوا فائرنګ څنګه وكړې شو۔ ده وو??يل دا تفصيلات هم رامخې ته شوي دي چې باقاعده وسلې سره بېلو ډلو ته هدايات جاري كړې شوي دي۔ ده وو????ل په مظاهرچيانو كښې افغان وګړي هم شامل دي۔ ده وو??يل مونږ به په هېڅ صورت ??ېس سي او كنفرنس سبوتاژ كېدو له ورنكړؤ۔ ده وو??يل د دې ټول صورتحال ذمه وار د كے پي وزيراعلی دے كوم چې په اسلام آباد د بريد كوؤنكې ډلې مشري كوي۔ ده وو??يل هغه وزيراعلی دے خو هغه له به ددې قيمت ادا كول وي۔ ده خبردارې وركړو چې كه ??ملاكو ته د زيان رسولو لړۍ روانه وساتلې شوه او لائن څخه يۍ تجاوز وكړو نو دا به زغملې نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل هغه د صوبائي حكومت مشر دے مونږ هغه ته دې څخه د ډډې كولو وئيلي خو هغه په كومه بل ايجنډا عمل كوي۔ ده وو??يل رېنجرز او پوځ تعينات كړې شوې دې۔ نور نفري به هم تعينات كوؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل شواهدو څخه دا معلومه شوې چې د ده مقصد د اېس سي او كنفرنس سبوتاژ كول دي٬ ده وو??يل بريد كوؤنكو سره مذاكرات نه شي كېدې۔ ده وو??يل دا خبره ښكاره ده چې وزاعلی له حد څخه تجاوز كوي۔ ده د اسلام آباد وګړو ته معذرت كولو سره وو??يل هغوي بايد په دې خبره پوهه شي چې داسې ولې او د چا د لاسه كولې شي۔ ده وو??يل زمونږ پوليس وسله نه لري او احتجاج كوؤنكو سره وسله ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل څوك چې وګړے ګرځولے شو هغه اېبټ آباد څخه احتجاج لپاره راغلے ؤ۔
بريد كوؤنكو سره به كله هم مذاكرات كولې نه شي ٬ په پوليس ډزې او شيلنګ وكړے شو ٬ په مظاهرچيانو كښې د افغان وګړو نيول كيدل انديښمن دي: محسن نقوي
यिबांग इलेक्ट्रॉनिक्स इंटीग्रिटी बेटिंग एंट्रेंस
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ