اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي)د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وزير مملكت شزه فاطمه خواجه وئېلي دي موجوده حكومت پاكستان كيش ليس اكانومي كښې د بدلولو لپاره عزم لر??٬ګورنمنټ په كرنسي نوټ انحصار كمولو سره د ډيجيټل ټرانزكشنز ??دې لپاره د سټېټ بانك آف پاكستان د پېمنټ ټول نظام د “راست”په طرز كول غواړي۔د زيارت په ورځ په هېواد كښې د كيش ليس اكانومي ودې په اړه د كمېټۍ غونډه كښې د ګډون په مهال په خبرو كښې شزه فاطمه ووئيل ډيجيټل پيمنټس د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار لر?? ٬د ډيجيټل فنانشل شموليت او اقتصادي ګروته لپاره د اقداماتو كولو ضرورت دے ۔ډيټا په يو پليټ فارم رايوځاے كولو په اهميت زور راوړولو سره د آئي ټي وزير مملكت ووئېل چې څنګه په حكومتي كچه ډيجيټلائزېشن لپاره عملي اقدامات تر نظره كېږي ٬مونږ ته د يوې شريكې ډيټا پليټ فارم جوړولو هم ضرورت دے كومې څخه به چې نه يوازې ښې فيصله سازۍ له مرسته ترلاسه شي بلكه س??وس ډيليوري كښې به هم ښه والے راشي۔د يادونې وړ ده د كيش ليس اكانومي ودې په اړه كمېټي د وزيراعظم په هدايت جوړه كړی شوې چې د دې چيئرمېن د فنانس او ريونيو وزير مملكت علي پروېز ملك دے او د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه په دې كمېټۍ كښې شامله ده۔كمېټي د پبلك او پرائيوېټ سيكټرز په مهم سټيك هولډرز مشتمله ده چې پكښې د آئي ټي وزارت٬سټېټ بانك آف پاكستان٬ فیډرل بورډ آف ریونیو?? ک??ټرولر جنرل آف اکائونټس، صوبائی حکومتونه، ټیلی کام آپریټرز ایسوسی ایشن، پاکستان بینکس ایسوسی ایشن، فن ټیك ایسوسی ایشن آف پاکستان، جاز، کارانداز او نے پے شامل دي۔
پاكستان په كيش ليس اكانومي د بدلولو عزم لرو٬ډيجيټل ټرانزكشنز دې وده وكړي۔د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه
Jackpot Slot Machine Entertainment Reliable Platform
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن