اسلام آباد 12جولائي (اے پي پي) وز??راعظم شهباز شريف د غنمو او نورو فصلونو پيداوار زياتولو له د كوټلې اقدامات کولو، ويټ بورډ كښې د كروندګرو ، لينډ انفارمېشن اينډ مينجمنټ سسټم او سپارکو نمائندګانو شاملول او د پاسکو نجکارۍ تګلاري جوړولو سپارښتنه كړې ده۔ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده دا سپارښتنه د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت او پاسکو پ?? اړه د غونډې په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د اقتصاد?? چارو وفاقي وز??ر احد خان چيمه ، د خزاني وفاقي وز??ر اورنګزيب، د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وز??ر رانا تنوير حسين ،د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وز??ر عطاء تارړ ، وز??ر مملکت علي پرويز ملك ،د پلاننګ کمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزيب خان، د وز??راعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل او اړوندو اعلی سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ويټ (Wheat) بورډ ري اسټرکچرنګ منظوري وركړې شوه۔ وز??راعظم سپارښتنه وكړه چې د غنمو او نورو فصلونو پيداوار زياتولو له دې كوټلې اقدامات وكړې شي او ويټ بورډ كښې دې د کروندګرو نمائندګان شامل کړې شي۔ده ويټ بورډ كښې د لينډ انفارمېشن اينډ مينجمنټ سسټم او سپارکو نمائندګانو شاملولو او د پاسکو نجکارۍ پ?? اړه د تګلارې جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔ وز??راعظم امر وكړو چې وفاقي حکومت دې د غنمو اخستلو پ?? اړه متبادل تګلاره ترتيب كړي او په دې اړه دې د ګلګت بلتستان ، آزاد کشمير پشمول صوبائي حکومتونو او اړوندو ادارو سره مشاورت وكړې شي۔ غونډې ته د ويټ بورډ ري اسټرکچرنګ او ټي او آرز،د غنمو او نورو فصلونو پيداوار زياتولو او پاسكو كښې د اصلاحات پ?? اړه هم بريفنګ وركړے شو۔
وزيراعظم د غنمو او نورو فصلونو پيداوار زياتولو له د كوټلې اقدامات کولو، ويټ بورډ كښې د كروندګرو ، لينډ انفارميشن اينډ مينجمنټ سسټم او سپارکو نمائندګانو شاملولو، د پاسکو نجکارۍ تګلارې جوړولو سپارښتنه وكړه
Butterfly official entertainment link
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha