اسلام آباد 25جون(اے پی پی)?? منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د مېرمنو شموليت نه بغېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې٬ځوانانو او مېرمنو ته صلاحيت وركولو ته پام لرنه كوو ٬په آبادۍ قابو موندلو لپاره به پروګرام وړاندې كوو او د دې ټول اثرات به په مېرمنو هم راځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د مېرمنو صحت بهترۍ لپاره راجوړ كړي سيمينار ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔احسن اقبال ووئيل سږ كا?? د وفاقي حكومت خاص آمدن 7000 او قرضه ادا كولو لپاره 8000 اربه روپو ته ضرورت ؤ ۔ده ووئيل د مېرمنو شموليت نه بغېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې ٬ ده ووئېل د 90 فيصد شرح خواندګۍ نه بغېر پرمختللے هېواد نشي رامخې ته كېدے٬پرمختللې هېواد جورېدو لپاره 50 فيصده مېرمنې په معاشي هلو ځلو كښې شاملول ضروري وي۔ده ووئيل رنځورې مېرمن سره د راتلونكې نس?? صحت خرابېږي٬د مېرمنو تعليم او صحت ته به مركزي اهميت وركول وي۔ده ووئيل په تېر حكومت كښې يو سنګين معاشي بحران راته ترلاسه شوے ؤ ٬خلكو خبرې كولې چې د پاكستان معيشت به تباه شي٬٬وفاقي حكومت له د قرضې ختمولو لپاره 1000 اربه روپۍ پور اغستل ؤ ۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان غېر معمولي معاشي حالات سره مخ دے٬پاكستان په برآمداتي لاره اچول ترجيح وه٬اي پاكستان د لارې مېرمنې راوړاندې كول دي۔
د مېرمنو شموليت نه بغېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې ٬ځوانانو او مېرمنو ته صلاحيت وركولو ته پام لرنه كوو ۔وفاقي وزير احسن اقبال
Reliable portal for instant messaging, sports and entertainment
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں