اسلام آباد۔14جولائي (اے پي پي) دفاع او قامي سلامتيا لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونده د سينيټر مشاهد حسېن سيد په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې شوې ٬ په غونډه كښې قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټر معيد يوسف تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې په بدلېدونكي سيمه ايز صورتحال د پاكستان په كردار٬ د پاك امريكا اړيكو٬ د پاك هند اريكو او د امريكې انخلاء نه پس د افغانستان د بدلېدونكي صورتحال اغيز پحقله بريفنګ وركړے شو۔ کمېټۍ ته ووئيل شول د پاكستان او امريكې اړيكو لپاره په پراخه بنياد لائحې جوړېږي چې پكښې تجارت، سرمايه کاري، دويکسين جوړول، موسمياتي بدلون اوعسکري اړيكو سره سره سيمه ايزې اقتصادي رابطه كارۍ ته وده وركول هم شامل دي ۔ډاکټر معيد يوسف تېره مياشت په جنيوا كښې د امريكې خپل همڅنګ سره د ملاقات په اړه كمېټي خبر كړه٬ د افغانستان په اړه ده ووئيل په دې مسئله د پاكستان موقف واضحه دے كوم چې د اجتماعي سياسي حل ملاتړ كوي او دا خبره باوري كول غواړي چې د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد استعمال نه شي او خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو په عزم پوخ ولاړ دے، نړيواله ورورولي د افغان بحران په خاص توګه د كډوالو د ممكنه كډې كولو په تناظر كښې د پاکستان د اندېښنو په اړه خبروو۔ د پاکستان او هند اړيكو پحقله ډاکټر معيد يوسف ووئيل دا په هند منحصر ده چې ھغوي د امن خبرې پېل كولو لپاره په خاص توګه مقبوضه جمو و كشمير كښې د 5م اګست كال 2019 پرېكړه٬ په مقبوضه سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلولو غوندې نامناسبه اقدامات بېرته واخلي او نيولي شوي سياسي بنديوانانراخوشې كولو سره سره د انټرنيټ غوندې رابطې بحال كړي۔ډاکټر معيد يوسف د پاکستان نېشنل سکيورټي پاليسي پحقله جامع دستاوېز جوړولو لپاره دفاع او قامي سلامتيا لپاره قائمه كمېټۍ ته د وړاندېزونو وركولو بلنه وركړه۔ په دې موقع د كمېټۍ چيئرمېن سينيټر سيد مشاهد حسېن دډاکټر معيد يوسف هركلے وكړو او د پاكستان د قامي سلامتيا او په خاص توګه د ستراتېژك کميونيکېشن او جيواکنامکس پحقله په لائحه په تفصيلي بريفنګ ئې د ده ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې تېره ورځ د پاك پوځ د شهيدو شوو اهلكارو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړې شوه۔ د كمېټۍ په غونډه كښې سېنېټرزډاکټر زرقا تېمور سهروردي، هدايت الله، محمد ايوب، رخسانه زبېري، پلواشه محمد ضيا خان او د كمېټئ سېكرټريمېجر (ر) سيد حسنېن حېدر ګډون كولو
د سينيټر مشاهد حسېن سيد په مشرۍ كښې دفاع او قامي سلامتيا لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونده٬ قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټر معيد يوسف تفصيلي بريفنګ وركړو
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania