اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي اع??م خان سائفر سازش په ډاګه كړې دې٬ د سيكرټ دستاوېز په عام كولو ٬ ذاتي تحويل كښې په ساتلو به د رياست په مدعيت كښې د فتنه خان او جرم كښې د شريك شاه محمود په ضد د آفيشل سيكرټ اېكټ لا??دې مقدمه درج كولې شي ، تر ټولو وړا??دې به سېکرټ دستاوېز هم ده څخ?? برآمد كولې شي٬ هېواد كومې پېښې سره مخ كوؤنكې ډله خپله پېښې سره مخ شوې ده۔ د 9 مئی په پېښو كښې د ككړو شرخوښو په ضد د آرمي اېكټ لا??دې كارروائي روانه ده٬ اع??م خان د دفعه 164 او دفعه 161 لا??دې خپل تفصيلي بيان د مجسترېټ په وړا??دې ريكارډ كړے دے٬ په سائفر معامله كښې د اړوند سفير ٬ خارجه سېكتر شاملېدو شواهد نه دي ترلاسه شوې۔ ده د شورؤ په ورځ پي ټي وي هېډ كوارټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقی وز??ر ووئيل د فتنه خان د پرنسپل سېکرټری اع??م خان اقبال بيان رامخې ته شوې٬ دا بيان د فتنه خان په ضد فرد جرم دے۔ دې بيان څخ?? دا په ډاګه شوې چې اصل مير جعفر څوك وو۔ دې سړي خپلو ذاتي ګټو لپاره د هېواد د ادارو په ضد سازش وكړو٬ ده خارجه اړيكو ته زيان ورسولو۔ ده ووئيل دې بيان څخ?? وروستو دا ثابت شوي چې په دې معامله كښې فتنه خان سره شاه محمود قرېشي هم يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل د يو سازش لا??دې د پاكستان او د ملكي ادارو په ضد د كركې خپرولو هڅه وكړې شوه۔ ده ووئيل د اع??م خان بيان څخ?? دا هم ښكاره شوې چې د سيكرټ دستاوېز عام كولو جرم دے او بلخوا ددې د دغه وخت اپوزيشن په ضد كارول هم ثابت شوي دي۔ ده ووئيل د سيكرټ دستاوېزاتو په عام كولو امريكائي صدر ته سزا وركړې شوې ده٬ فتنه خان او شريك مجرم به هم سزا كولې شي۔ داخله وزير ووئيل 9 مئی هم د دې سائفر تسلسل دے۔ ددې ډلې يو سازش وو چې څنګه به ادارو او هېواد ته زيان ورسولې شي۔ دا ډله به قانون سره مخ كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل تر دې دمه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې اع??م خان سائفر سازش كښې ككړ نه وو٬ د پرنسپل سېكرټري په توګه هغه مجبور وو او په دې غلطۍ هغه د افسوس څرګندونه كړې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سائفر سازش څخ?? وروستو امريكې فقط په ترديد اكتفا وكړه ٬ په دې معامله يۍ د معافۍ غوښتلو مطالبه نه ده كړې كه هغه مطالبه وكړي نو رياست په دې غېر قانوني عمل د افسوس څرګندونه كولې شي۔ ده ووئيل رياست او ادارو له به د خپلې آسانۍ له مخې د فتنه خان د نيولو پرېكړه كول وي۔ پراسکیویشن به دا پرېكړه كوي چې فتنه خان ګرفتار كړې شي يا د عدالت لخوا مجرم وګرځولے شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د فتنه خان په ضد يو شمېر كېسونه ثابت شوي دي٬ يو ورځ خو به ده له د جرمونو ځواب وركول وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ټول ټاكنو شېډول وركول د الېكشن كمېشن كار دے٬ كله چې نګران حكومت جوړ شي نو الېكشن كمېشن به د دې پرېكړه وكړي۔ وز??راعظم شهباز شریف نګراں سېټ اپ لپاره مشاورت كوي ٬ ډېر زر به دا عمل بشپړ
اعظم خان سائفر سازش په ډاګه كړې٬ د سيكرټ دستاوېز په عام كولو ٬ ذاتي تحويل كښې په ساتلو به د رياست په مدعيت كښې د فتنه خان او جرم كښې د شريك شاه محمود په ضد د آفيشل سيكرټ اېكټ لاندې مقدمه درج كولې شي ٬ د داخله وزير خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais