اسلام آباد۔7اګست(اے پی پی) خارجه دفتر وئيلي دي چي د پاکستان کرکټ لوبډله به هن??وستان کښي کيدونکي آئي سي سي کرکټ ورلډ کپ کښي برخه اخ??ي٬ د لوبډلې د امنيت په اړ?? تحفظاتو څخه آئي سي سي او هن??ي چارواكي خبرولې شي ۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د ګل په ورځ يو پريس بريفنګ كښې ووئيل چې د آئي سي سي كركټ ورلډ كپ كښې د ګډون كولو زمونږ پرېكړه د پاكستان د مستقل دريځ عكاسي كوي چې سپورټ له سياست سره ګډولے نه شي۔ دې ووئيل چې د پاكستان تعميري او ذمه واره دريځ هن?? سره متصادم دے كوم چې څو څو ځله د خپلې كركټ لوبډلې آسيا كپ لپاره پاكستان ته رالېږلو يا د پاكستان بلائنډ كركټ لوبډلې ته وېزې وركولو څخه انكار كولو سره د لوبو سياست كړے دے۔ وياندې هيله څرګنده كړه چې د دورې په مهال به پاكستانۍ كركټ لوبډلې ته ضروري تحفظ ترلاسه وي۔ دې ووئيل چې د پاكستان كركټ لوبډلې د امنيت په اړه زمونږ ژورو تحفظاتو څخه انټرنېشنل كركټ كونسل او هن??ي چارواكي خبرولې شي۔
د كركټ لوبډلې د امنيت په اړه تحفظاتو څخه آئي سي سي او هندي چارواكي خبرولې شي٬ خارجه دفتر
Vulture Gem Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار