اسلام آب??د۔26جولائی(اے پی پی) داخل?? وزير رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي چې د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كولو نه غېر كوم رياست مخ په وړاندې تللے نه شي٬ ټول امنيتي ځواكونه خپله وظيفه په زړه پورې ډول ترسره كوي٬ په دوئي كښې ??وليس د فرنټ لائن كردار لري۔ په يو كال كښې ??و د پوليس د تنخاګانو ٬ مراعات او شهداﺀ پېكج په شمول ټولې غوښتنې ترسره كړي دي۔ ده د شورؤ په ورځ د اسلام آب??د پوليس 38م کانسټېبل پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب كولو۔ د اسلام آب??د پوليس آئي جي په شمول د وفاقي پوليس نورو چارواكو هم دې دستوره كښې ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر په دې موقعه د وفاقي پوليس د ځوانانو د پرېډ معائنه هم وكړه۔ په خپل خطاب كښې داخل?? وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل په دې بېج كښې شامل ځوانان د ګرد هېواد بېلو برخو څخه د اهليت او قابليت په بنياد بھرتي كړې شوي دي۔ د مېرمنو په شمول دا 1751 پولیس ځوانان به خپلې ذمه وارۍ په زړه پورې ډول ترسره كوي۔ پوليس افسران او ځوانان دې تل د خپل سوګند خيال وساتي۔ ده ووئيل پوليس ځوانان او افسران د هېواد او اولس حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د شهادت درناوې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل د رياست بنيادي ذمه واري د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كول دي۔ ده ووئيل د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كولو نه غېر كوم رياست مخ په وړاندې تللے نه شي۔ ده ووئيل د پوليس څانګې چې كومې غوښتنې وې هغه مو ترسره كړي دي۔ ده ووئيل اسلام آباد سټی او اسلام آب??د پوليس مو ماډل جوړ كړے دے۔ ده ووئيل اسلام آباد پولیس روغتون له مو 5 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ دغسې د اسلام آب??د پوليس ماشومانو زده كړو له مو هم ګامونه پورته كړې دي۔ ده ووئيل د اسلام آب??د امن د ګرد هېواد امن نمائندګي كوي۔ ده زياته كړه چې په اسلام آب??د كښې په هر ډول جرمونو بايد قابو وموندلے شي۔
د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كولو نه غېر كوم رياست مخ په وړاندې تللے نه شي ٬ د داخله وزير د اسلام آباد پوليس پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب
Wild Thief Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا