پینډي 18 اکتوبر(اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د انټر سروسز انټيلي جنس(آئي اېس آئي)هېډكوارټرز دوره كړې۔هېډكوارټر ته په رسېدو د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرل فيض حميد د پاك پوځ سرلښكر هركلے وكړو۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر ته د داخلي سلامتيا او په افغانستان كښې د روان صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔دغسې د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د ادارې په تيارۍ د اطمينان څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن