اسلام آباد 15مارچ (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د اپوزېشن د عدم اعتماد د تحريك به په آئيني توګه مقابله كوو٬په اسلام آباد كښې د او آئي سي په كېدونكي كنفرنس كښې به مداخله ونه زغملې شي۔د نهې په ورځ د ترهه ګرۍ مخ نيوي په خاص عدالت كښې د پېشۍ نه پس د مولانا فضل الرحمان د لانګ مارچ په اعلان ردعمل كښې خارجه وزير شاه محمود قرشېي ووئېل حكومت د پيپلز پارټي لانګ مارچ چرته هم نه دې اودرولے او نه به راتلونكو كښې اودروي خو په اسلام آباد كښې د او آئي سي په كېدونكي كنفرنس كښې به مداخله ونه زغملې شي٬ ده ووئېل د اپوزېشن تحريك وائي چې مونږ سره لمبرې پوره دي ٬ كه داسې وي نو بيا په اسلام آباد كښې د دهرنې څه ضرورت دے ٬تحريك عدم اعتماد د اپوزېشن آئيني حق دے او مونږ به يې هم په قانوني او آئيني توګه مقابله كوو
مضمون کا ماخذ : راکی