اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پی پی)د ايوي اېشن وفاقي وزير خواجه سعد رفيق د موسميات محكمې ته د نورو 300 خودكاره موسمياتي سټېشنو جوړولو لپاره ډېر زر د ځاے ټاكلو سره سره د نهري اوبو څخه محرومو سيمو لپاره د چين په مرسته د مصنوعي باران سسټم لګولو سپارښتنه كړې ۔دا سپارښتنه ده د موسمياتي محكمې د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې سېكرټري٬سينئر جوائينټ سېكرټري او د موسميات ډائرېكټر جنرل ګډون كولو۔د موسميات محكمې له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير ته د ورلډ بانك مرستې څخه د نوې پیل كړې شوې پروژې په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔په غونډه كښې وئېلي شوي د جديدې ټېكنالوجۍ په مرسته به د موسمياتي پيشينګوئي نظام لا ښه كړے شي۔وفاقي وزير د موسميات محكمې ته د نورو 300 خودكاره ويدر سټېشنو جوړولو لپاره د ځاې زر ټاكلو هدايت هم وكړو۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر